اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم قامي صحت لپاره خاص مرستيال ډاكټر فېصل سلطان وئيلي دي د را??خې ته چېلنجونو باوجود پاكستان د كرونا په وباء د قابو موندلو پوخ عزم لري، د ګردې نړۍ د هېوادونو غوندې م??نږ هم د را??خې ته صورتحال له ??خې هر وخت او ضروري اقدامات باوري كوٶ٬ په دې لړ كښې م??نږ خپل وسائل او د كار استعداد كاروٶ او ټول اېمرجنسي هېلته كېئر ادارو كښې د انفكېشن مخنيوے باوري كوٶ۔ د ده خيالاتو څرګندونه د صحت نړيوالې ادارې د ختيز بحيره روم د صحت وزريرانو ورچوئل پرېس بريفنګ كښې كړې چې پكښې ده پاكستان كښې په كرونا وائرس قابو موندلولو لپاره د جاري هلو ځلو تفصيلات وړاندې كړل۔ ډاکټر فېصل سلطان ووئيل پاکستان يوازې د كرونا وائرس څخه ځپلې هېواد نه دے بلكې زم??نږ اولس د قدرتي آفتونو څخه عدم تحفظ او د يو شمېر نورو اېمرجنسي حالاتو سره هم مخ دے او زم??نږ د دې رنځ خاتمې لپاره د لسيزو اوږدې هڅې او?? د كرونا وباء له امله ځپلې شوي٬ د پوليو عمله او وسائل او?? د كرونا وائرس په وباء قابو موندلو لپاره استع??ال??ٶ۔ ډاکټر فېصل سلطان ووئيل پاکستان د وباء پېل څخه تر خپرېدو مخ نيوي كښې م??نږ لوئې كاميابۍ ترلاسه كړي او د جولائي او اګست په مياشت كښې م??نږ د وباء د خپرېدو لاره نيولو كښې بريالي شوي وو خو د نورو هېوادونو غوندې په لاك ډاٶن كښې د نرمۍ په سبب په اكتوبر كښې کووېډ-19 كېسونه بيا را??خې ته كېدل پېل شوي۔ ده ووئيل پاکستان كښې د صحت ضروري لازمي خدمات د يونيورسل هېلته كورېج له ??خې كولو لپاره هم اقدامات كوٶ او م??نږ په دې لړ كښې د يونيورسل هېلته كورېج خاص هدفونه ترلاسه كولو لپاره په اجتماعي توګه كار جاري ساتلے شو او په دې لړ كښې به د ماشوم او مور او د نوو زېږېدلو كوچنيانو صحت او غذائي خدماتو ته پام لرنه كولې شي۔(GUL/ZIA/1702)