اسلام آباد۔28 دسمبر(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د خصوصي و??ړو حقونو او د دوي په اړه ټولنه كښې د رامخې ته كېدونكو منفي رويو لرې كولو له د ميډيا كردار ډېر مهم دے۔ حکومت د خصوصی و??ړو د ټولنې فعاله وګړي جوړولو له هر ممكن ګامونه پورته كوي۔ حكومت خصوصي و??ړو ته د پرائمري كچې نه تر روغتون كچې زده كړې وېړيا وركولو له ګامونه پورته كوي۔ حکومت 26 زره نه زياتو خصوصي و??ړو ته صحت كارډونه وركړي۔ د احساس پروګرام ترسېوري لاندې 20 لكه خصوصي و??ړو سره مرسته كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه صدر په اېوان صدر كښې د خصوصي و??ړو په اړه د سينئر خبريالانو سره يو خاص فكري ناسته كښې وكړه۔ صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل د سينې كېنسر په بابله شعور بېدارولو كښې ميډيا بشپړ كردار ترسره كړے۔ صدر ووئيل د خصوصي و??ړو په اړه د سمو شمېرو كمے لرو۔په دې حقله به د احساس پروګرام كېدونكې سروے 2021ﺀ كښې سر ته ورسيږي ۔ په سړي سر شمېره كښې يوازې 2 فيصد وګړي د خصوصي و??ړو په توګه ښودلې شوي۔ ولې د يوې سروے نه دا معلومه شوې چې خصوصي وګړي د پاكستان د آبادۍ 15 فيصده دي او دوي لپاره آسانۍ كمې دي۔ هغه ووئيل خصوصي وګړي نه يوازې تګ راتګ كښې ستونزې لري بلكې دوي ټولنه كښې منفي رويو سره هم مخ دي۔ هغه ووئيل په جسماني توګه م??ذو??و يا د اورېدو يا ليدو نه محرومه و??ړو ته په عام سكول كښې د زده كړو وركولو ضرورت دے?? دې كوچنيانو ته په عامو سكولونو كښې زده كړې وركولو له ګامونه پورته كولې شي۔ صدر ووئيل د خصوصي و??ړو ډاډګيرنې له هغوي ته صدارتي ايوارډز هم وركړے شوي۔ هغه ووئيل اسټېټ لائف خصوصي و??ړو له خصوصي سكيم معارفي كړے ۔ بريفنګ كښې خبريالانو ته ووئيل شؤل د حكومت نوي قانون له مخې نوو منصوبو لپاره د پي سي ون منظوري خصوصی و??ړو له د اقدامات او د رسنې وړ انفراسټركچر سره تړلې شوې۔ خصوصی وګړي په عامه توګه ټولنه كښې كم ښكاري او هغوي تر كورونو محدود كړې شوي ٬ حال دا دے چې هغوي د پاكستان د آبادۍ يوه لويه برخه باندې مشتمل دي ۔ هغه ووئيل حكومت د لوړو زده كړو كمېسيون ته 50 زره سكالرشپس وركوي ٬ په دې كښې دې خصوصي وګړي هم شامل كړې شي۔ وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل د خصوصي و??ړو په سرخط په عامه توګه خبره نه كېږي۔ حكومت خصوصي و??ړو ته آسانۍ وركولو له عملي ګامونه پورته كوي۔ ميډيا خصوصي و??ړو له مناسب چاپېريال جوړولو كښې مهم كردار ترسره كولے شي۔ د اطلاعات وزات به په دې لړ كښې خپل كردار ترسره كوي۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د خصوصي و??ړو په اړه د قانون جاج اخستلو او د دوي خېر ښېګړې له په دې كښې د موجود سقم لرې كولو له يوه خصوصي كمېټۍ جوړه كړې شوې او په دې حقله بېلو همكارانو څخه وړاندېزونه غوښتلې شوي۔ هغه ووئيل خصوصي و??ړو لپاره موبائل اېپ پېل كړے شوے۔ صدر ووئيل زما په ضلع كښې به په 1 زر كناله زمكه مشتمل كلے جوړولے شي كوم كښې به چې مخصوص و??ړو لپاره بېلې بېلې ادارې جوړولې شي۔ قامي اسمبلي مخصوص و??ړو ته آسانۍ وركولو له بشپړه ګامونه پورته كوي۔ په دې مهال سينئر خبريالانو ووئيل په سټېج ډرامو ٬ فلمونو او ميډيا دې هم مخصوص و??ړو پسې خندا ونه كړې شي۔ د سوشل ميډيا سره سره ورځپاڼو كښې د اشتهارونو د لارې هم د مخصوص و??ړو په اړه شعور راپېدا كېدے شي۔