ساهيوال 29 جنوري (اے ??ي ??ي) وزيراعظم عمران خان ساهيوال ته په يوه ورځنۍ دوره رسېدلے. ساهيوال ته په رسېدو د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور، د پنجاب وزيراعلٰي سردار عثمان بزدار او د صوبائي او قامي اسمبلۍ غړو د وزيراعظم هركلے وكړو. د وزيراعظم آفس د مېډيا څانګې لخوا جاري بيان له مخې وزيراعظم به په ساهيوال كښې د اولسي ښېګړې ا?? د پرمختيائي پروژو پرانسته كوي. وزيراعظم به په ساهيوال كښې د احساس پروګرام له مخې مستح??و كسانو ته چېكونه هم وركوي. وزيراعظم به د كامياب جوان پروګرام له مخې مستحقو ځوانانو ته چېكونه وركوي او ټرېكټرز به كرو??دګ??و ته وركوي.دغسې وزيراعظم به په ساهيوال كښې ا??لسي غونډې ته وېنا هم كوي