اسلام آباد 28 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم د احتساب او كورنيو چارو صلاكار بېرسټر شهزاد اكبر وئيلي دي په پنجاب كښې د قبضه ګر?? ډلو څخه د 200 اربه روپو نه د زيات ماليت زمكه بېرته اغستې شو?? ، د كهوكهر برادران څخه د يو نيم ارب روپو زمكه اخستې شو??. ده دا خبرې د زيارت په ورځ د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي وزير فواد چوهدري سره يو ځاے خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. د احتساب او كورنيو چارو صلاكار ووئيل مريم نواز په سركاري زمكې په حقله د حقائقو په ضد خبرې كړي. د دې نه څرګندېږي چې د شريفې فېملي څخه د قبضه ګرو څخه ترلاسه كېدونك?? مالي ګټې اوس تروړلې شوي. ده ووئيل په قصور كښې يو زر 52 كناله زمكه راخلاصه كرې شو??. د لاهور په خوا او شا كښې 80 كناله 4 مرلې زمكه اغستې شو??. دغسې د دانيال عزيز د والد څخه په سرګودها كښې 2400 كناله زمكه بېرته اغستې شو??. دوي ووئېل د چوهدري تنوير څخه په پېنډې كښې 5 زره كناله زمكه بېرته اغستې شو??. دوي ووئيل د ميا جاوېد لطيف څخه 8 كناله 2 مرلې زمكه او په شېخوپوره كښې 5 دوكانونه او سروس سټېشن بېرته اغستې شوي. دوي ووئيل كه څوك په بېرته ترلاسه كړې شو?? زمكه اعتراض لري نو عدالت ته دې لاړ شي. دوي ووئيل په پي ډي اېم كښ?? مالي ګټې ترلاسه كوونكي دې كسانو سره ولاړ دي، اولس نه دے، د كهوكهر برادران څخه په 100 كناله محل كښې 45 كناله سركاري زمكه بېرته اغستې شو??. د دې زمكې په لړ كښې كېس چلېدلې او كمشنر دا سركاري زمكه ګرځولې او د دې نه پس دا زمكه ترلاسه كړې شو??. دوي ووئيل د سياسي انتقام شور كوونكو په اړه اولس د حقائقو نه خبروو.