اسلام آباد 06 مارچ (اے پي پي) د عوامي مسلم ليګ مشر او داخله وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي چې وزيراعظم بې وزله اولس له ډېر كارونه كړي دي خو د غريب اولس او تنخواه دارې طبقې حالت ښه كولو لپاره به هڅې لا تندول وي۔ څنګه چې وزيراعظم عمران خان د ختم نبوت بېرغ هسك كړے لوے څښتن به دغسې په پاكستان كښې د عمران خان بېرغ هسك كړي۔ د خالي په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د اعتماد قراداد منظورېدو نه وروسته د خ??لو خيالاتو څرګندونه كولو سره د عوامي مسلم ليګ مشر شېخ رشيد احمد ووئيل چې په خپل ژوند كښې مې ليدلي چې لس دولس كسانو ټول نظام اپ سېټ كړې۔ عمران خان چې څنګه تباه شوي معيشت ته سهارا وركړې او 20 ارب ډالره خساره ئې سرپلس كړې مثال نه لري۔ ده ووئي?? ما ځينو خلكو سره كار كړے خو هغوي داسې كا?? نه دے كړے كوم چې عمران خان كړے۔ ??ه ووئيل چې د تنخواه دارو خلكو ګزاره نه كېږي تر ګر??ډ 19 سركاري ملازمينو په تنخواه كښې اضافه شوې ده ٬زه وړاندېز وركوم چې تر ګر??ډ 22 ملازمينو ته هم رېليف وركړے شي