اسلام آباد 29 مارچ (اے پي پي) قومي اسمبلۍ ته و??يلي شوي دي چې د ډاكټرانو او انجينئرانو د رجسټرېشن په شان په هېواد كښې د سائنسدانانو د رجسټرېشن په پلان هم غور كوو. د ګل په و??ځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د نورين فاروق ابراهيم د پوښتنې په ځواب كښې د سائن?? او ټېكنالوجې وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن فواد حسېن ايوان ته ووئيل چې په دې وخت كښې په هېواد كښې د سائنسدانانو شمېره 3639 ده. ده ووئيل چې د ډاكټرانو او انجينئرانو د رجسټرېشن په شان په هېواد كښې د سائنسدانانو د رجسټرېشن په پلان هم غور كوو. ده ووئيل چې ا??سن?? حكومت د سائن?? او ټېكنالوجې ودې ته بشپړ پام كوي. ده ووئيل چې د ټېكنالوجې په څلورو مركزونو كښې د سائن?? او ټېكنالوجې په اړه د 5 اربه روپو په بېلا بېلو پروژو كار روان دے. د كلن پرمختيائي پروګرام له مخې په ټول هېواد كښې د سائن?? او ټېكنالوجې په 32 پروژو كار روان دے.