اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري وئيلي دي پاكستان د حضور نبي پاك ﴿ص﴾ په فېضان سره جوړ شوے، حضور ﴿ص﴾ سره چې كوم تعلق د عمران خان دے، هغه د كوم پير يا مولوي نه دے، دا تعلق څوك هم نه شي چېلنج كولے ، وزيراعظم د او ??ئي سي او ملګرو ملتونو پشمول د نړۍ په هر يو فورم په ناموس رسالت ﴿ص﴾ خبره كړې، وزيراعظم د 28 اربه روپو ماليت د رحمت اللعالمين وظائف اجرا كړې، دا حضور پاك ﴿ص﴾ سره د هغه د مينې واضح ثبوت دے. د نهې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د قرارداد په اړه وفاقي وزير ووئيل په دې ??روستيو كښې د يو تنظيم خلق سړكونو ته راوتلي ، يو شمېر سياسي او مذهبي ګوندو??و ئې هم ملګرتيا كړې .ده ووئېل د حكومت او ??پوزيشن په توګه زمونږ د ټولو فرض دا دي چې د دوي دريځ دې ??اورېدلے شي او يوه داسې لار دې خپله كړې شي چې د وينې د تويولو په ځاے معاملې په ايوان كښې حل شي. ده ووئيل په قامي اسمبلۍ كښې وړاندې ??ړے شوے قرارداد هم د دې ارادې، سوچ او فكر آئينه دار دے. ده ووئيل د ناموس رسالت په اړه د الله فرمان دے چې د نبي ﴿ص﴾ ذات او ??خصيت د ټولو ايمان لرونكو د ژوند نه هم وړاندې دے. ده ووئيل نبي كريم ﴿ص﴾ فرمائيلي دي څوك تر هغه وخت مومن ن?? شي كېدے څوك چې ما سره د خپل مور او پلار او ??ولاد نه زياته مينه ونه لري.ده ووئېل قائداعظم هم رښتينې عاشق رسول ؤ. دا ايوان د ختم نبوت كسټوډين دے. د ناموس رسالت ﴿ص﴾ محافظ زمونږ آئين دے او ?? دې آئين تشكيل لپاره د ذوالفقار علي بهټو او مولانا مفتي محمود پشمول نورو مشرانو لوي كردار ترسره كړے. وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم عمران خان د او ??ئي سي او ملګرو ملتونو پشمول د نړۍ په هر يو فورم په ناموس رسالت ﴿ص﴾ خبره كړې او په دې ??ړ كښې د لا كار كولو هم ضرورت دے.