اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي و??ير شېخ رشيد احمد وئيلي دي د كالعدم تحريك لبيك سره چارې ترسره شوي، د سعد رضوي پشمول 210 اېف آئي آر به د قانوني طريقه كار څخه تېرېږي، د ټي پي اېل په 733 كاركنانو كښې 699 خوشي كړے شوي، تحريك لبيك كالعدم ګرځېدو په ضد به په 30 ورځو كښې درخواست كولې شي، د برتانيې هائي كمشنر سره د ملاقات په مهال د نواز شريف په ډي پورټ كولو خبره شوې. ده دا خبرې د شورو په ورځ خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. د كورنيو چارو وفاقي و??ير ??وئ??ل ټي اېل پي سياسي ګوند دے. په ټاكنو كښې ئې هم برخه اخستې. ده ??وئ??ل داسې قانون راوړو چې كومه فرقه ونه چېړلې شي او خپله پرې نه ښودلې شي. په دې لړ كښې د كورنيو چارو وزارت يوه جامع پاليسي راوړي. ده ??وئ??ل وزيراعظم په ناموس رسالت ﴿ص﴾ هره ورځ خبره كوي، په ټوله نړۍ كښې خبرونه چاپ كېږي. د ختم نبوت تر ټولو لوي سپاهي د كورنيو چارو و??ير دے. ده ??وئ??ل د كورنيو چارو وزارت كښې نن د سوشل مېډيا په اړه غونډه شوې. په سوشل مېډيا پوره سټډي كولې شي او په دې به وروستو خبره كولې شي. په هند كښې په يو وخت دوه دوه لكه خلق په سوشل مېډيا آن لائن وو. د كورنيو چارو و??ير ??وئ??ل فضل الرحمان ته داسې ښكاره شوې وه چې ګڼي يو ځل بيا ئې لاټري راوتلې. هغه وئيلي وو چې مړي اسلام آباد ته راوړې چې دې هم ورشي. نن چا هم د پي ډي اېم خبره ونه كړه. د كورنيو چارو و??ير ??وئ??ل د اپرېل په 20مه نېټه د 7 ساعته خبرو اترو نه پس ټي اېل پي سره معامللات ترسره شوي. د اپرېل په 20مه نېټه قرارداد وړاندې كولو لپاره خاص غونډه رابللې شوې. ده ??وئ??ل ټي اېل پي له د كالعدم ګرځېدو په ضد په 30 ورځو كښې ځواب وركول دي، په دې به كمېټي جوړېږي كومه به چې د كېس پرېكړه كوي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ??وئ??ل د برتانيې هائي كمشنر سره ملاقات شوے او پكښې ده وئيلي دي چې نواز شريف عدالت ته مطلوب دے، هغه دې ډي پورټ كړے شي. وفاقي و??ير ??وئ??ل په ابصار عالم د ډزو پېښه خفګاني ده، په اطلاع ترلاسه كېدو مو د اسلام آباد آئي جي ته امر كړے ؤ. وفاقي و??ير ??وئ??ل د فېټف 24 نكات پوره كړے شوي ، 3 پاتې دي. د هند پشمول دښمن قوتونه پاكستان بېرته د اېف اے ټي اېف په بلېك لسټ كښې اچول غواړي كوم به چې په شريكه ناكامه سره مخ كولې شي