اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د منصوبه ب??دې، پرمختګ ، اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير او د نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر مشر اسد عمر وئيلي دي د 5 فيصده څخه د زياتو كېسونو په سيمو كښې د سكولونو بند ساتلو پرېكړه شوې، ټول ماركيټونه ب?? ماښام تر شپږو بجو پرانستي وي، په ريسټورنټس كښې تر اختر په آٶټ ډور ډائننګ بندېز لګولے شوے، د دفتر وخت به تر دوو بجو وي، خلق دې د وروستو ورځو انتظار ونه كړي، د اختر تياري دې وكړي. ده دا خبرې د جمعې په ورځ مېډيا ته د بريفنګ وركولو په مهال وكړې. اسد عمر د اېن سي او سي د پرېكړو په اړه ووئيل په كومو ښارونو كښې چې د مثبت كېسونو شرح زياته ده، هتله ب?? د نهم څخه تر دولسم ټولګي پورې هم تر اختر سكولونه ب??د وي. ده ??وئيل د بازارونو د كار وخت به تر 6 بجو وي او يوازې د ډېر ضروري څيزونو د كاروبار اجازه ب?? وي د كومو به چې فهرست جاري كولې شي. ده ??وئيل په ان ډور ډائننګ د وړاندې نه ب??دېز لګولے شوے ؤ، او?? به تر اختر په آٶټ ډور ډائننګ هم بندېز وي. البته د ډوډې اخستلو يا كور ته راغوښتلو اجازه ب?? وي. ده ??وئيل په كومو ښارونو كښې چې د كورونا كېسونو شمېره زياته ده ، هلته ب?? تعليمي ادارې بندې ساتلې شي. اسد عمر ووئيل د ماښام د 6 بجو نه پس به يوازې د ضروري نوعيت كاروبار پرانستلے وي. ده ??وئيل تر اختر په ان ډور او آٶټ ډور ډائننګ بندېز لګولے شوے خو د ټېك اوے اجازه ب?? وي. په ان ډور جمز هم بندېز لګولے شوے. اسد عمر ووئيل د دفترو وخت تر 2 بجو كړے شوے او د كور څخه كار كولو لپاره په 50 فيصده حاضرې زور راوړلے شوے. ده اندېښنه وښودله چې كه دا رنځ زياتېږي نو لاك ډاٶن كېدے شي. ده ??وئيل د بهرنيو هېوادونو څخه د راتلونكو شمېره ب?? كمولې شي. په هېواد كښې د آكسيجن سپلائي 90 فيصده روانه ده او د 75 نه تر 80 فيصده د روغتيا په څانګه كښې كارولے كېږي خو د بهر نه په راوړلو هم غور كولې شي.