اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي په نړۍ كښې هېواد نه منطقې پرمختګ كوي، د اقتصادي مرستې زياتولو او په تجارت كښې د اسانيو په نتيجه كښې به منطقه پرمختګ وكړي، كه د اي سي او هېوادونو د 45 كروړه اولس منطقه يو بل سره ??تړلے شي نو دا به پاور هاٶس جوړ شي، په افغانستان كښې د عدم استحكام او انتشار په نتيجه كښې به ټوله منطقه آغېزمنه شي، د اتحادي ځواكونو د وتلو نه پس د اقتدار سوله ايز انتقال غواړو، بايد د اي سي او هېوادونه په افغانستان كښې امن لپاره شريكې هڅې وكړي، د فلسطين او مقبوضه كشمير په اړه د ملګرو ملتونو په قراردادونو عمل نه كېږي، په دې دوو منطقو كښې د انصاف نشتوالي له امله خلق سختو ستونزو سره ??خ دي، كه د موسمياتي بدلون د آغېز مخ نيوي لپاره ??ه سمدستي توګه اقدامات ونه كړے شول نو منطقه او ټوله نړۍ به خطر سره ??خ شي. ده دا خبرې د شورو په ورځ د اي سي او د پا??لماني اسمبلۍ د دوهم جنرل كانفرنس وروستي سيشن ته په خپله وېنا كښې وكړې. وزيراعظم د اي سي او سپيكرانو په كانفرنس كولو د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر او د هغه ډلې ته مباركي وركړه او په پاكستان كښې ئې د كانفرنس ګډون كوونكو هر??لے وكړو. وزيراعظم ووئيل په كانفرنس كښې د چارټر په منظورې ټولو ګډون كوونكو ته پېرزوئنې وړاندې كوو، د اي سي او د لسو هېوادونو ترمېنځه د روابطو ودې لپاره ??مېټې جوړول ډېر مهم دي. وزيراعظم ووئيل په نړۍ كښې هېواد نه منطقې پرمختګ كوي، كه د اي سي او هېوادونو د 45 كروړه اولس منطقه يو بل سره ??تړلے شي نو دا به پاور هاٶس جوړ شي. وزيراعظم ووئيل د منطقې بېلا بېل هېوادونه بېلا بېلې وسيلې لري، كه مونږ په ګډه هڅې وكړو نو د دې ګټه به ټولو ته ورسي. اروپائي اېتلاف چې كله جوړ شو نو د دې نه پس د ټولو هېوادونو د ژوند معيار لوړ شو. كله چې په كسټم او نور ډيوټيز كښې كمې وي، خنډونه لرې كړے شي، نو دې سره ??ولو هېوادونو ته په تجارت كښې ګټه رسي. زمونږ په منطقه كښې ډېرې موقعې شته. ده ووئېل كله چې كمېټې كار وكړي نو د اي سي او هېوادونه به هم يو بل ته نزدې شي، په پا??لمانونو كښې د ستونزو حل راويستلے شي. په بېلا بېلو معاملو بحث كېږي، دا كمېټې به په خپلو خپلو پا??لمانونو كښې په بېلا بېلو ستونزو بحث وكړي نو دې سره به ئې حل له مرسته تر لاسه شي. وزيراعظم ووئيل په كانفرنس كښې تجارت او رابطې سره سره ??ه سياسي ستونزو هم يو واضح دريځ خپل كړے شوے. د فلسطين او كشمير مسئلو سره ??ونږ جذباتي تړون لرو. هلته د ناانصافې په وجه په خلقو ظلم كېږي او دوي ته حق نه وركړے كېږي. د ملګرو ملتونو سلامي كونسل د دوي په حق كښې قراردادونه منظور كړي خو په دې عمل نه كېږي او د دې په وجه خلق سختو تكليفونو سره ??خ دي.ده ووئېل په كانفرنس كښې د قرارداد منظوري ډېره خوشبينه خبره ده. په كومه ستونزه چې كم غږ هم پورته شي، بيا هغه ټولې نړۍ ته رسي. وزيراعظم ووئيل زمونږ منطقه د ماحولياتي بدلون لوئې ستونزې سره ??م مخ ده او چې په كومو هېوادونو كښې د ګليشيئر اوبه دريابونو ته ځي، هغه زيات خطر سره ??خ دي،كه د تودوخې درجه هم داسې مخ په زياتېدو وه نو دوي لپاره به مخكښې د اوبو ستونزې زياتې شي. كه پاكستان، تاجكستان، كرغزستان، ازبكستان او قازخستان د ماحوالي بدلون د آغېز مخ نيوي لپاره ??ه سمدستي توګه اقدامات ونه كړل او په نړۍ كښې د ماحولياتي بدلون د آغېز مخ نيوي په تحريك كښې شامل نه شول نو دې سره به منطقه او ټوله نړۍ خطر سره ??خ شي، بايد مونږ د دې تحريك برخه جوړ شو.ده ووئېل پاكستان ډېر لوي اقدام كړے، د كال 2013م نه تر كال 2018م مونږ په خېبر پښتونخوا كښې يو ارب ونې نا?? كړي. اوس مونږ د دې نه هم لوي هدف ټاكلے. په راتلونكو 5 كلونو كښې به په ټول هېواد كښې 10 اربه ونې نا?? كولې شي چې پكښې يو ارب ونې نا?? كړې شوي. وزيراعظم ووئيل د ماحولياتي بدلون آغېز كمولو لپاره ??وره ??څې كوو. بايد د اي سي او 10 هېوادونه په دې لړ كښې بشپړه هڅې وكړي ځكه چې زمونږ د نيمو نه زيات هېوادونه د دې ماحولياتي بدلون په نتيجه كښې آغېزمن كېدے شي. وزيراعظم ووئيل د تاجكستان صدر سره ??ه ملاقات كښې مونږ په دې اتفاق كړے چې په افغانستان كښې د امريكائي او اتحادي ځواكونو د ستنېدو نه پس دې د اقتدار سوله ايز انتقال او سياسي حل لپاره ??وره ??څې وكړې دي، چې په افغانستان كښې امن نه وي نو د منطقې هېوادونو ترمېنځه په روابطو كښې به ستونزې راپېدا شي. بايد د اسي سي او هېوادونه په افغانستان كښې سولې او د اقتدار سوله ايز انتقال لپاره ??وره ??څې وكړي چې دغسې د كال 1989 پشان صورتحال راپېدا نه شي لكه چې څنګه د شوروي اتحاد پوځ د افغانستان نه ووتلو او چې كوم صورتحال رپېدا شو. وزيراعظم ووئيل د اي سي او كانفرنس څخه هيله ده چې د پا??لمانونو او د پا??لمانونو د غړو ترمېنځه د روابطو په شان د تجارت، تعليم او د كلتور پشمول هر?? څانګه به وده وكړي او ټولې منطقې ته به ګټه ورسي