ملتان 13جون (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېل?? دي چې ?? هندي جاسوس كلبهوشن ياديو په مقدمه كښې مونږ د انصاف د نړيوال ع??الت په احكاماتو او وړاندېزونو عمل كوو۔د اتوار په ورځ په شاه ركن عالم كالوني ملتان كښې د پارك پروژې د بنياد تيګې كېښودو نه پس مېډيا سره په خبرو كښې خارجه وزير ووئيل چې د كلبهوشن ياديو كيس مسلم ليك(ن)خراب كړې و۔د اپوزېشن لخوا په دې لړ كښې بيانونه د پوهې وړ نه دي۔بايد ?? هند په چالونو ځان پوهه كړې شي۔هند غواړي چې مونږ كلبهوشن ياديو ته قونصل رسنه ورنه كړو چې دغسې ??غه بېرته مونږ د انصاف نړيوال ع??الت ته بوځي۔د يوې ??وښ??نې په ځواب كښې خارجه وزير ووئيل چې پاكستان امريكې ته د هوائي اډې وركولو هېڅ اراده نه لري۔د امريكې د استخبارتي ايجنسۍ د مشر لخوا د پاكستان دوره كومه پټه دوره نه ده٬دا د ??غه نه وړومبې او نه وروستۍ دوره ده۔د پيپلز ګوند لارښود سيد خورشيد شاه د زوي ګرفتارۍ په اړه د ??وښ??نې په ځواب كښې ده ووئيل چې د احتساب عمل روان دے٬حكومت په انتقامي سياست باور نه لري كه ??غه بې ګناه وي نو په ضد به يې كاروائي نه كېږي٬قانون ټولو لپاره برابر دے٬وزيراعظم عمران خان واضحه كړې چې ??غه به د چا په فشار كښې نه راځي