اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شېريڼ مزاري په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ د خاص كسانو حقونو پحقله د كونسل ??وېمه غونډه شوې چې پكښې اسلام آباد معذور?? كسانو لپاره دوستانه ښار جورولو او په وفاقي وزارتونو او ډويژونو كښې خاص كسانو لپاره دوه فيصده د ملازمت باوري كولو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د يادونې وړ ده په كونسل كښې د قامي اسمبلۍ٬ سېنېټ٬ اطلاعات وزارت٬ خزانې٬ تعليم چارواكي او د سي ډي اے چيئرمېن٬ اېګزېكټو ډائرېكټر نيشنل انسټي ټيوټ آف ري هيبلټيشن ميډيسن (اېن آئي آر اېم) او درې معذور?? كسان شامل دي٬ كونسل ?? آئي سي ټي رائټس آف پرسنس فار ډس اېبلټي اېكټ 2020 له مخې جوړ كړے شوے چې اعلان ئې په ستمبر كال 2020 كښې شوے ٶ او د كونسل وړومبنۍ غونډه په فرورۍ كال 2021 كښې شوې وه