اسلام آباد۔4جولائی(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي د فېصل آباد الېكټرك سپلائي كمپنۍ ملازم لخوا د ذهني معذور ځوئي لپاره د مياشتنيز فل??حي ګرانټ په غوښتنه غور كولو كښې تاخير يوه انتهائي غېر ذمه واره رويه ګرځولو سره د فېسك?? ملازم په ضد اپېل رد كړے۔ صدر ډاكټر عارف علوي د فېسك?? ملازم لخوا په ترلاسه شوي شكايت خپ??و احكاماتو كښې وليكل چې د دې مسئلې حل كولو په ځائې دا ځنډولو له بهانې جوړولې شي۔ سركاري ادارې بايد د ټولنې وروستې پاتې طبقو سره د خواخوږۍ څرګن??ون?? وكړي۔ د فېسكو ريټائرډ ملازم رياض حسېن د خپ?? ذهني معذور ځوي لپاره د مياشتنيز فل??حي ګرانټ ترلاسه كولو له څو څو وارې محكمې ته خواست كړے ؤ۔ په دغه درخواست عملدرآمد كېدے شو خو هغه سره هېڅ ډول مرسته ونكړې شوه۔ د دې صورتحال نه مايوس كېدو سره هغه د تېر كال دسمبر مياشتې په 24 مه نېټه وفاقي محتسب ته رجوع وكړه۔ په دې فېسكو څخه دستاوېزات وغوښتلې شؤ او هغې ته په يوه مياشت كښې د مسئلې حل كولو هدايت وكړے شو۔ فېسكو د وفاقي محتسب احكامات چېلنج كولو سره صدر ته رجوع وكړه۔ په دې صدر خپ??ه پرېكړه كښې وليكل چې د فېسكو د بدانتظامۍ له امله د شكايت كوؤنكي د شكايت ازاله نه ده شوې۔ فېسكو وروستو صدر سره درخواست جمع كړو كوم چې هغه په دې بنياد مسترد كړو چې دا هسې وخت اړول دي۔ صدر په خپ??و تحريري احكاماتو كښې په دې د نارضګۍ څرګن??ون?? كولو سره ووئيل د شكايت كوؤنكي د ذهنبي معذور ځوي بوج آ??ان?? سره پورته كېدې شو او دا مسئله حل كېدې شوه۔ صدر ووئيل دا د اولس مجموعي ذمه واري ده چې د ټولنې د كمزورې طبقو د ستونزو احساس وكړي۔ هغه ووئيل كه مونږ د خپ?? وجود د كومې كمزورې برخې خيال نه ساتؤ نو مونږ به د يو كمزورې قام په توګه پېژندلې شؤ۔