اسلام ??باد 08 جولائي (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي وزير شبلي فراز وئيلي دي چ?? د ??سلم ليګ ن لارښوده مريم اورنګزېب نه پوهېږي چې د چا بيانيه مخ په وړاندې بوځي، هغه نه پوهېږي چ?? د ??ريم نواز بيانيه مخ په وړاندې بوځي ، د شهباز شريف يا د شاهد خاقان، مريم اورنګزېب كنفيوژن سره مخ ده او داسې بيانون?? وركوي كوم چې حقيقت سره هېڅ تعلق نه لري.د مريم نواز په بيان په خپل غبرګون كښې وفاقي وزير ووئيل چې كوم كرپشن شوے، د هغې حساب ب?? وركول وي، د پاكستان اولس ته معلومه شوې چې دوي په خپل دور كښې څه كړي دي. ده ووئيل چ?? د ??اكستان اولس ته معلومه ده چې د دې مشرانو كوم كوم جائيدادونه جوړ كړي دي، كه دوي د قانون نه تښتېدلي دي يا په ضمانت دي نو د دې دا مطلب نه دے چې دوي ايماندار دي. چا چ?? د ??رپشن په وجه د پاكستان ادارو ته زيان رسولے، هغوي ته به ځواب وركول وي. ده ووئيل چې په پي ډي اېم كښې يو بل سره د تللو هڅه د دوي لږ وخت لپاره وه، دوي چې كله يو بل استعمال نه كړے شو?? نو د تېر وخت طريقې ته راغلل. ده ووئيل چې دوي په خپلو كښې لاس او ګرېوان دي او يو بل څرګندوي. څوك د پښو نيولو خبره كوي څوك د خپل حساب وركولو خبره كوي. دوي به په خپلو كښې اخته وي۔ ده ووئيل چې د تېرو دوه لسيزو څخه په آزاد كشمير كښې د دوي حكومتونه وو. دوي چې څه كړي دي، هغه ټولو ته معلوم دي. د آزاد كشمير اولس دوي پېژندلي دي. ده ووئيل چې د آزاد كشمير اولس به تحريك انصاف ته مكمل مېنډېټ وركوي.