تراړکھل۔23جولائی(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د سياسي مخالفينو لخوا د آزاد كشمير صوبې جوړولو حوالې سره بيانونه بې بنسټه ګرځولو سره وئيلي کشمیرې ا??لس به د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د خپل سباؤن پرېكړه پخپله كوي۔ په ټاكنو كښې د ماتې خوړولو د يرې نه اپوزيشن د ټګۍ شور پېل كړے دے۔ حكومت د مسلم ليګ نون دے او الېكشن كمېشن او عمله هم هغوي تعينات كړې ده۔ د آزاد كشمري ا??لس به بې وزلۍ څخه بهر كوم۔ مودي به په كشميري ا??لس ظلم كولو او نواز شريف به هغه سره پټ ملاقاتونه كول او ودونو كښې ګډون كولو له به ئې هغه ته بلنې وركولې۔ زرداري د پیسو شمېرلو نه نه وزګارېدو چې كشمير له ئې څه كړې وې۔ ما په ټوله نړۍ كښې د كشمير مسئله په ډاګه كړه۔ زما ايمان دے چې د كشميري ا??لس قربانۍ به كله بې ځايه نه ځي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د جمعې په ورځ تراړ كھل كښې اولسي غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ هغه ووئيل په تود هركلي وئيلو د كشميري ا??لس مننه كوم۔ وزيراعظم ووئيل دا وئيلې شي چې زه آزاد كشمير صوبه جوړوم۔ دا خبره د كوم ځائې نه راغلې ماته خو معلومه نه ده۔ هغه ووئيل زه په ډاګه كول غواړم چې په كال 1948ﺀ كښې ملګرو ملتونو كوم قراردادونه منظور كړي وو په كومو كښې چې نړۍ كشميري اول?? ته د خپل سباؤن پرېكړه پخپله د كولو حق وركړے ؤ د هغې له مخې به كشميري ا??لس پرېكړه كوي چې هغوي هند سره پاتې كېږي يا پاكستان سره۔ هغه ووئيل زما ايمان دے چې د كشميري ا??لس قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ دوئي ته به خپل حق ترلاسه كېږي۔ هغه ووئيل د ټاكنو نه وړاندې اپوزيشن د ټګۍ خبره پېل كړې ده۔ هغه ووئيل ما كركټ كښې هم بې پرې اېمپائر راوستلې دي۔ زه هغه كپتان يمه كوم چې په 1986ء كښې د ټېسټ كركټ په دنيا كښې نيوټرل اېمپائر معارفي كړل۔ وزیراعظم ووئيل كشميريان به يو عظيم قام جوړېږي۔ پاك پروردګار دوئي ته غوره نعمتونه او بلها وسائل وركړي دي او دا سيمه يوازې د سېلګرۍ د لارې د روزګار بلها موقعې رامخې ته كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل زه به آزاد كشمير كښې بې وزلي كمولو او ا??لس بې وزلۍ څخه ويستلو له ګامونه پورته كوم۔ هغه ووئيل احساس پروګرام غربت كښې كمي له د هېواد تر ټولو لوئے پروګرام دے۔ تر دسمبر مياشتې به د آزاد كشمير په شمول د پاكستان اول?? ته په رعايتي بيعو د ضرورت څيزونه ترلاسه كېدل پېل شي۔د هرې يوې بې وزله كورنۍ يو وګړي ته ټېكنيكل ايجوكېشن ٬ ټولې كورنۍ له د 10 لكه روپو هېلت انشورنس او د كورنۍ يو تن ته به د سود نه پاك قرضه وركولې شي۔ حكومت دې پروګرام لپاره 500 اربه روپۍ بېلې كړې دي او يوه مياشت كښې دننه به دا پروګرام پیل كړې شي۔ وزیراعظم ووئيل تېرو دوه حكومتونو كشمير لپاره هېڅ نه دي كړې۔ ما د كشمير مسئله ټولې نړۍ ته ښكاره كړې ده۔ وزیراعظم ووئيل د هند نوموړي خبريال بركھا دت ليكي چې نواز شريف نيپال كښې مودي سره پټ ملاقاتونه كړي ولې چې هغه يرېدلے ؤ۔ مودي چرته خفه نه شي له دې كبله به كشميريانو سره نه ملاوېد۔ وزیراعظم اول?? ته ووئيل د اپوزيشن ګوندونو نه تپوس وكړۍ چې هغوي كشمير له څه كړي دي۔ وزیراعظم ووئيل ما ??ه هر فورم د كشمير مسئله پورته كړې۔ نړيوالو لارښودو سره مې ټېلېفوني تماس نيولې۔ هغوي سره مې ملاقاتونه كړي او هغوي ته مې په كشميري ا??لس د هند ظلم په اړه وئيلي۔ هغه ووئيل زه به سباؤن كښې هم د كشمير مسئله دغسې رامخې ته كوم۔ وزیراعظم په زندان كښې د نظر بند نوموړي كشميري لارښود علي ګېلاني او ياسين ملك هڅې او ستړې ستائلو سره ووئيل زه دا پېغام دركوم چې حوصله مه پرېږدۍ ٬ كوم خلق چې په سختو حالات كښې صبر كوي لوئے څښتن هغوي خوښوي۔ لږ صبر وكړۍ ولې چې پاك پروردګار په قرآن كښې وئيلي د هرې سختې نه پس آساني ده۔ د پاكستاني ا??لس دعاګانې كشميري ا??لس سره دي او مونږ دوئي سره ولاړ يؤ۔ كشميري اول?? ته به د دوئي حق ضرور ترلاسه كېږي۔ دې نه وړاندې د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزري علي امين ګڼډاپور غونډې ته خطاب كښې ووئيل د اپوزیشن لارښودو اصليت رامخې ته شوې دې۔ د لوټ مار كوؤنكو لارښودو كوچنيان نور لوټ مار لپاره په ا??لس حكومت كول غواړي۔ هغه ووئيل كله چې وزيراعظم دا ووئيل چې زه به د خپل قام د خپلواكۍ كله هم سودا نه كوم نو بلاول پرچي وړولو سره نوكرۍ لپاره بهر لاړو خو چا هم هغه سره ملاقات نه دے كړے۔ هغه په ا??لس زور راوړو چې كه چيرې هغوي غواړي چې ډاكوان او لوټ مار كوؤنكي دې ??ه هغوي نور حكومت نه كوي نو هغوي دې پي ټي آئي ته ووټ وركړي او دا دې ثابت كړي چې كشميريان خود دار دي۔ وفاقي وزير ووئيل قامي خزوانې لوټ