اسلام آباد 20 اګست (اے پی پی) د پاك پوځ بهادر، اعلٰی ترين پوځي اعزاز نشان حېدر ترلاسه كوونكي كم عمر پائلټ آفيسر ??اش?? منهاس شهيد ته د هغه د شهادت په 50مه ورځ د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو لپاره د پاك فضائيه د اولسي اړيكو څانګې يو مختصر دستاوېزي فلم جاري كړے دے. پائلټ آفيسر ??اش?? منهاس شهيد په كال 1951م كښې د فرورې په 17مه نېټه زېږېدلے و. د هېواد د فضائي پولو د ساتنې جذبې سره ??اش?? منهاس په كال 1971م كښې د مارچ په 14مه نېټه په 51م جي ډي پي كورس كښې كميشن ترلاسه كړو. د كال 1971م د اګست په 20مه نېټه ??اش?? منهاس د قربانې يو نه هېرونكے داستان رقم كړو. په دې ورځ ??اش?? د خپل انسټركټر پائلټ فلائيټ لېفټېننټ مطيع الرحمان ناپاك عزائم خاورو سره خاورې كړل كوم چې د هغه T-33 تربيتي الوتكه هائي جېك كولو سره هند ته د بوتللو هڅه كړې وه. ??اش?? د الوتكې كنټرول بېرته ترلاسه كولو بشپړه هڅې وكړې او د دې څخه وړاندې چې الوتكه د پولې نه تېره شي ، رانسكورولو ته ئې ترجيح وركړه او خپل ځان ئې په وطن قربان كړو.??اش?? منهاس ته د دې لوئې قربانې او نه هېرېدونكي شجاعت په اعتراف كښې د پاكستان حكومت تر ټولو لوي اعزاز نشان حېدر وركړو. ??اش?? منهاس شهيد زمونږ راتلونكو نسلونو لپاره د لارې مشال دے، هغه به د شجاعت او قربانې د علامت په توګه تل ياد ساتلے شي