اسلام آباد 25 دسمبر (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل وئيلي دي چې پاكستان د كلبهوشن يادېو كورودانې او مور ??ره د ملاقات ??وظ پوره كړو٬ ملاقات خالص د انساني همدردې په بنياد شوے٬ كمانډر ياديو په پاكستان كښې د هندي ترهګرې اصل څېره ده٬ د هند د قونصلر رسنې په اړه پرېكړه به د هېواد مفاد او قانون په نظر كښې س??تلو ??ره كولې شي٬ د ياديو مور د پاكستاني حكومت٬ اولس او د خارجه دفتر مننه كړې۔ د ګل په ورځ د هندي جاسوس كلبهوشن كورودانې او مور ??ره په خارجه دفتر كښې د ملاقات ??ولو نه پس مېډيا ته په بريفنګ كښې د خارجه دفتر وياند وئيل چې هندي جاسوس٬ ترهګر او ورانكار د هند د نېوي حاضر سروس آفيسر كلبهوشن يادېو ته په پاكستان كښې د جاسوسې٬ ترهګرې او ورانكارې په چارو كښې په ككړ كېدو د مرګ سزا اورول شوې۔ هندي جاسوس په عدالت كښې د مجسټرېټ په وړاندې په سندھ او په خاص توګه په بلوچستان كښې د ترهګرې د كارروائيو اعتراف كړے۔ د تحقيقاتو او مقدمې تر??ره كېدو نه ??س پاكستان خالص د انساني همدردې په توګه هند ته د ياديو كورودانې س??ه د ملاقات ??ړاندېز كړے خو هند ياديو ??ره د هغه د مور د ملاقات ??ولو خواست وكړو كوم چې پاكستان منظور كړو۔ د ياديو كورودانې او مور ??ره په اسلام آباد كښې د هند دوهم هائي كمشنر ے پي سنګهـ هم و خو هغوي ته ياديو ??ره د خبرو كولو او د خبرو اورېدلو اجازه نه وه۔ د ملاقات ??ه مهال هغه هندي جاسوس ليدلې شو۔ وياند وو??يل چې د ياديو كورودانې او مور ته د پاكستان د دورې كولو اجازه د اسلامي تعليماتو په رڼا كښې وركړې شوې۔ اسلام د امن دين دے او د صله رحمې درس وركوي۔ وياند وو??يل چې د هند په وېنا د كمانډر ياديو كارروائيو يو شمېر مېئندې د زامنو او لوڼو نه محروم كړے دے۔ ده وو??يل چې د دوهم هائي كمشنر موجودګي قونصلر رسنه نه وه٬ وياند وو??يل چې د يادويو كورودانه او مور بېرته مسقط ته ولېږل شول۔