اسلام آباد 17جنوری (اے پی پی)وفاقي خارجه وزير ??وا??ه محمد آصف پھ سپينو ټكو وئيلي دي پاكستان به د خپلې قامي ګټې كله هم سودا ونه كړي٬ امريكې سره پھ اړيكو كښې توازن په ځاې ساتلو له هڅه كوو٬پاكستان د امريكې د مرستې نه بغېر خ??ل مقام جوړولې شي۔ده دا خبره د شورو په ورځ د خارجه چارو لپاره د سېنېټ قائمه كم??ټۍ غونډه كښې كړی۔د غونډې مشري سناتورې نزهت صادق كوله او سناتور فرحت الله بابر٬عائشه رضا فاروق٬ كريم احمد ??وا??ه٬ مشاهد حسېن سيد٬ حاجي معين خان آفريدي٬ خارجه چارو سېكتر او كابينه ډويژن سېكتر غونډه كښې ګډون كولو۔خارجه وزير غونډې ته ووئيل امريكې سره پھ اړيكو كښې توازن په ځاې ساتلو له هڅه كوو او حكومت دا واضحه كړې چې پاكستان د امريكې د مرستې نه بغېر خ??ل مقام جوړولې شي ٬ ده ووئېل پاكستان به د خپلې قامي ګټې كله هم سودا ونه كړي۔خارجه وزير ووئيل په افغانستان كښې د امريكا ناكامۍ لپاره په پاكستان بې بنسټه تورونه لګولې شي۔ده ووئيل د پاكستان د افغان كډوالو بيا ستنېدو او افغانستان سره بارډر منيجمنټ په اړه د كار خ??ښي لري۔ده ووئيل چين سي پيك تر افغانستان پراخه كولو له خوښۍ څرګنده كړی او پاكستان د چين پروژې بشپړه مرسته كوې۔د كم??ټۍ چيئرمېن او غړو د پاكستان په ضد د امريكائي اولس مشر ټرمپ بيان په ردعمل كښې د خارجه وزير سخت مؤقف ستائنه وكړه۔ كابينه ډويژن په غېر ملكي ??وهنتونونو كښې د 14 خالي پاكستاني چوكو تعيناتۍ په اړه كم??ټۍ ته تفصيلي بريفنګ وركړو۔