اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) پاكستان د هندي ځواكونو لخوا په سيالكوټ سېكټر كښې پھ وركنګ باؤنډري بلااشتعال د ډزبندۍ د خلاف ور??ۍ كولو غندنه كولو سره د جمعې په ورځ د هند دوهم هائي كمشنر جے پي سنګ خارجه دفتر ته طلب كولو سره د ډزبندۍ په خلاف ور??ۍ سخت احتجاج كړې۔د خارجه دفتر وياند له مخې هندي ځواكونو د جمعې په ورځ پھ سيالكوټ سېكټر كښې په وركنګ باؤنډرۍ په هريال كلي كښې آبادي په نښه كړې او مارټر ګولۍ يې راغورځولې دي دغسې د خودكار وسلې په ډزو كښې 24 كلن ځوان عرفان شهيد شوې او د يوې مېرمنې پشمول 9 كسان ژوبل شوي۔ډائرېكټر جنرل(سوئېلي آسيا او سارك)ډاكټر محمد فېصل د هند دوهم هائي كمشنر طلب كولو سره د هندي ځواكونو په ډزو احتجاجي مراسله هغه ته سپارلې۔خارجه دفتر وئېلي دي چې د ضبط او تحمل د غوښتنې سره هم د هند لخوا د جنګ بندۍ پرله پسې خلاف ور??ۍ روانې دي۔خارجه دفتر وئېلي دي چې هند د روان كال په ابتدائي 19 ورځو كښې تراوسه د كنټرول لائن او په وركنګ باؤنډرۍ د جنګ بندۍ د 125 نه زياتې خلاف ور??ۍ كړې دي او په نتيجه كښې يې تراوسه 4 بې ګناه وګړي شهيدان او 20 ژوبل شوي۔خارجه دفتر وياند وئېلي دي چې بې ګناه وګ??ي قصدا ً په نښه كول ن??وړه كار د انساني وقار او د نړيوالو بشري حقونو په ضد اقدام دې۔هند ته وئېلي شوي دي چې هغه دې د ډزبندۍ لوظ نامه ع??لي كړي او خپل ځواكونه دې د ډزبندۍ د لوظ نامې عملي كولو پابند كړي