ډېووس 24 جنوري (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره د ټېلي نار چېف اېګزېكټو ??فسر د نړيوال اقتصادي فورم په موقع ليدلي دي ۔ د وزيراعظم خاص مرستيال علي جهانګیر صدیقي او نور سينئر چارواكي هم په دې موقع موجود وو ٬ وزیراعظم پاکستان كښې نيغ په نيغه او په بلواسطه نزدې يولك 30 زره پاكستانيانو ته په ورزګار وركولو د ټېلي نار كمپنۍ ستائنه وكړه ٬ د افرادي ق??ت تربيې او پرمختګ په اړه د سرمايه كارۍ ستائنه كلوو سره ئې د ټېلي نار د چېف اېګزېكټو مننه وكړه۔ وزیراعظم اسلام آباد كښې د ټېلي نار د نوې مركزي دفتر د پرانستې حواله وركولو سره ووئيل ھغه پاكستان كښې د كاروبار ماحول لپاره نوې معيارات جوړ كړې۔ د ټېلي نار چيف اېګزېكټو ??فسر پ??كستان كښې د ټېلي نار اپرېشن له په آسانۍ و??كولو د وزيراعظم مننه وكړه او هيله ئې ولرله چې د پاكستان افرادي ق??ت له به د جديدو ټېلي كام ټېكنالوجيز تربيې وركولو پشمول ټېلي نار خپل اپرېشن ته لا پراختيا وركوي۔ ده ووئيل ټيلي نار پ??كستان كښې د آزادې پاليسۍ ماحول كښې سرمايه كارۍ لپاره د نوو لارو لټولو خوښي لري٬ پاكستان كښې سرمايه كارۍ لپاره د معاون رېګرلېټري رجيم څخه نورې آسانۍ ترلاسه شوې۔ د يادونې وړ ده ټېلي نار پ??كستان كښې د كال 2005 څخه خپل كاروبار پېل كړې او د اېزي پېسه په نامه ئې د موبائل فنانشل ټرانزېكشن نظام هم معرفي كړې ۔ ټېلي نار تر اوسه پاكستان كښې د 3.5 اربه ډالرو نه زياته سرمايه كاري كړې ده