اسلام آباد ۔ 19 مارچ (اے پی پی) ایئر مارشل مجاهد انو?? خان د پاك هوائي ځواك د مشرۍ ذمه وارۍ په غاړه واخستې۔ جے اېف تھنډر سکوارډرن پخواني ایئر چیف سهېل امان ته سلامي وړاندې كړه۔ د پاك هوائي ځواك وياند ترمخه د ګل په ورځ ایئر هېډ کوارټر اسلام آباد كښې د چینج آف ??ما??ډ يوه درنه دستوره وشوه۔ پخواني ایئر چیف سهېل امان نوي ایئر چیف مجاهد انو?? خان ته بېجونه ولګول۔ ایئر چیف سهېل امان ایئر چیف مجاهد انو?? خان ته د كمان علامتي توره هم وسپارله۔ دې څخه وړاندې كله چې ائیر چیف سهېل امان ایئر هېډ کوارټر اسلام آباد ته ورسېد نو نوي ایئر چیف مجاهد انو?? خان ده ته هركلې ووې۔ ایئرچیف سهېل امان ته سلامي وړاندې كړې شوه۔ ده د ګارډ آف آنر معائنه هم وكړه۔ ایئر هېډ کوارټر اسلام آباد كښې د چینج آف ??ما??ډ دستوره كښې اعلی سول او پوځي افسرانو ګډون وكړو۔ په 23 دسمبر 1962 زېږېدلي ايئر مارشل مجاهد انو?? خان د پاكستان په ايئر فورس جي ډي پي برانچ كښې په دسمبر 1983 كښې كمېشن ترلاسه كړو او د پي اے اېف اكېډمۍ اصغ?? خان څخه د اعزازي شمشير٬بيسټ پائلټ ټرافۍ او د جوائنټ چيفس آف سټاف ??مېټۍ چيئرمېن كمېټۍ ګولډ مېډل حقدار وګرځولې شو۔د خپل سپېځلي كيريئر په مهال ده د يو فائټر سكواډرن٬يو ټېكټيكل اټك ونګ٬ F.16 دوه ايئر بيسز او ريجنل ايئر كمانډ مشري كړې۔ دے يو كواليفائيډ فلائنګ انسركټر سره سره كمبيټ كمانډر سكول٬كمانډ اينډ سټاف ??الج اردن٬ايئر وار كالج فيصل ??و نېنشل ډيفنس يونيورسټي اسلام آباد څخه فارغ التحصيل دې۔ ده د چيف آف دي ايئر سټاف ??رسنل سټاف آفيسر٬ اسسټنټ چيف آف دي ايئر سټاف(آپرېشنز)ډپټي چيف آف دي ايئر سټاف(آپرېشنز)او ډائرېكټر جنرل سي فور آئي په توګھ هم وظيفه ترسره كړې۔ ایئر مارشل مجاهد انو?? خان ته پا?? فضائیه كښې د غوره خذماتو ترسره كولو په اعتراف ??ښې هلال امتیاز (ملټری)، ستارہ امتیاز (ملټری) او تمغه امتیاز (ملټری) هم وركړې شوې۔ دستورې ته خپل خطاب كښې سهيل امان ووئيل پا?? فضائیه كښې خذمات ترسره كول ما لپاره ددرناوي خبره ده۔ په اوسنو كلونو كښې د هېواد دفاع مضبوطه شوې۔ ده ووئيل پاك فضائيه ټول عمري د هېواد په دفاع او د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې بنيادي كردار ترسره كړې۔ ده ووئيل پا?? فضائیه ته د نوې دور غوښتنو ترمخه اسانۍ وركولې شي۔