اسلام آباد 06 اپریل (اے پی پی) د دفاع وزير خرم دستګير ماسكو كښې د روس فېډرېشن صنعت او تجارت وزير ډين?? منتوروف سره ملاقات كړی۔دواړه وزيران د پاكستان روسې پايه تخت د تجارت اقتصادي٬سائنسي او ټېكنيكل كمېشن مرستې شريك چيئرپرسنز دي۔په دې موقع په روس كښې د پاكستان سفير خليل الله قاضي هم موجود ؤ۔د دفاع وزير ووئيل پاكستان روس سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ده ووئيل د 2013 نه د پاكستان او روس دوه ا??خيزه ا??يكو كښې ښه والې راغلې كوم چې د دواړو هېوادونو د سياسي مشرتابه د شريك وژن ثبوت دے۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو دوه ا??خيزه تجارت زيات شوې او په هغې كښې د نورې اضافې لويې ګنجائش شته۔د روسيې وزير ډين?? منتوروف ووئيل د بين الحك??مت?? كمېشن څخه اعلٰی كچ غونډو او ملاقاتونو ښه موقعې ترلاسه كېږي۔هغه د روس او پاكستان ترمينځه د مرستې مضبوطولو په ضرورت زور راوړولو سره ووئيل دې مرستې سره به منطقه كښې امن او استحكام وده ومومي ۔دواړو وزيرانو ووئيل په نومبر 2017 كښې ماسكو كښې د شوي حك??مت??نو كمېشن پنځمې غونډې په پريكړو عملدرآمد كښې پېشرفت شوې۔د دواړه خوا په تجارت٬توان٬دفاع٬سائنس او ټېكنالوجي٬كركيلې٬تعليم او نورو څانګو كښې مرستې ته سلا شوي۔د روسيې وزير خرم دستګير خان له باور وركړو چې په دې پراجېكټ به عملدرآمد تندولو په لړ كښې ډېر زر د روس پلاوې د پاكستان دوره وكړي۔