اسلام آبا 16 مئي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي بايد هره ي??ه اداره په خپل حد دننه كار وكړي٬وفادارۍ بدلونكي چې ګوندونو سره وفادار نه وي نو هغوي به هېواد او قام سره څنګه وفا وكړي٬كه دوه درې ځلې سپيځلې ټاكنې وشوې نو لا بهتري به راشي٬په ګوندونو كښې به جمهوري طرز فكر هغه وخت قوي شي كله چې خلق د شخصيت په ځاې منشور له رائے وركړي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ د پ??رلماني رپورټرز اېسوسي اېشن لخوا د ده په درنښت كښې جوړی دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔سردار اياز صادق ووئيل د كال 1977 نه پس په اوسني دور كښې تر ټولو مهمه قانون سازي شوې۔د كال 2013 نه تر 2018 د هېواد 14مې قامي اسمبلۍ 136 بلونه م??ظو?? كړي او 49 نوي قوانين يې جوړ كړي۔په دې كښې تر ټولو مهم قانون د قرآن پاك د لازمي تعل??م بل دے?? ده ووئېل د دې سره د ټاكنو ايكټ او اطلاعات ته د رسنې پشمول نوره مهمه قانون سازي شوې۔ده ووئيل څلور آئيني تراميم م??ظو?? كړی شوي چې پكښې د دوو تعلق د ترهه ګرۍ مخ نيوي او د دوو تعلق انتخابي قوانينو سره دے?? 16 پرائيوېټ ممبر بل م??ظو?? كړی شوي۔ده ووئيل د پ??لت په زمانه كښې د پي ټي آئي د استعفٰی ګانو په وخت ما د آئين٬قانون او د عدليې پريكړې تر مخه پريكړه كړی٬څوارلسمې قامي اسمبلۍ ته د شپږم بجټ وړاندې كولو اعزاز ترلاسه شوې۔سپېكر ووئيل قامي اسمبلۍ د ټول كال بجټ ځكه وړاندې كړو چې په دې كښې دفاعي اخراجات او د تنخاګانو څخه د ټېكس اخستلو پشمول مهمې چارې شاملې وې٬د حكومت لخوا زه په دې لړ كښې مطمئن كړې شوې ووم۔ده ووئيل د قامي سلامتيا چارو څارنې لپاره د اپوزېشن په غوښتنه مو د دوي په مشرۍ كښې د پ??رلمان خاص كمېټي جوړه كړه٬په 34 كمېټو كښې د لسو كمېټو د چيئرمېن تعلق د مخالفې ډلې څخه وو۔ سپېكر اياز صادق ووئېل د پي اے سي د چيئرمېن چوكۍ د مخالفې ډلې مشر له وركړی شوې ۔ده ووئيل وړاندې د پ??رلماني مطالعې كوم تصور نه وو خو اوس مونږ په بېلا بېلو 17 پوهنتونونو كښې د پ??رلماني مطالعې مضمون شامل كړے دے