اسلام آباد 30مئي (اے پي پي) د پاكستان موجوده قامي اسمبلي به د خپلې آئيني مودې تر سره ك??لو نه پس(نن)د زيارت په شپه تحليل شي۔په موجوده قامي اسمبلۍ كښې مسل?? ليګ(ن)د اكثريتي ګوند په توګه د 2013 ټول ټاكنو نه پس حكومت جوړ كړی ؤ خو يو كال پس د تحريك انصاف او پاكستان عوامي تحريك د اړخه د پارلمان په خوا كښې 126 ورځې دهرنا وكړی شوه چې پكښې ټولو حكومتي چارو ته زيان رسېدلې خو جمهوري حكومتونو په دې موقع په بشپړه كردار ترسره ك??ل دغه دهرنا ناكامه كړې وه۔موجوده قامي اسمبلۍ كښې د هېواد 3 ځله ټاكلې وزيرا??ظم نواز شريف د نااهلۍ پريكړی سره هم مخ شوې ؤ ۔موجوده قامي اسمبلۍ دوه وارې د ايوان مشر ټاكلې۔موجوده اسمبلۍ 189 رېكارډ قانونونه منظور كړي٬ 124 حكومتي بلونه ايوان ته وړاندې كړی شوي دغسې 204 پرائيوېټ ممبر بل ايوان كښې معرفي كړی شوې۔د پنځو كلونو په مهال 40 آرډيننس ايوان ته وړاندې كړی شوي دغسې 8 بېل بلونه د پارلمان شريكې غونډې څخه منظور كړی شوي۔د قامي اسمبلۍ 56 مجموعي غونډې شوي۔موجوده قامي اسمبلۍ فاټا په خېبرپښتونخوا كښې د ضم كولو تاريخي 31م ب??لو?? هم منظور ك??ې۔??وجوده اسمبلۍ ته دا اعزاز ترلاسه دے چې په پنځه كاله كښې 6 بجټ وړاندې كړي٬سره د ټولو بحرانونو د سياسي بصيرت سره موجوده قامي اسمبلۍ خپله موده تر سره كړه