د حكومت د اقتصادي او توان چارو وياند ډاكټر فرخ سليم نجي چې??ل سره خبرې
اسلام آباد ۔20 اکتوبر(اے پی پی) د حكومت د اقتصادي او توان چارو وياند ډاكټر فرخ سليم وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان د سعودي عربستان دوره په سم لوري يو مثبت ګام دے۔ دا دوره به د قامي مفادو او اقتصادي څانګو په ګټه وي۔ يو نجي چې??ل سره خبرو كښې ده ??وئيل وزيراعظم به د سعودي عربستان باچا شاه سلمان په خاص بلنه د روانې مياشتې به 23 مه نېټه رياض ته ځي چرته به چې هغه د سباؤن سرمايه كارۍ سره اړوند درې و??ځنې كنفرنس كښې ګډون كوي۔ ده ??وئيل آئي اېم اېف ته تلو نه غوره دا ده چې د ملګرو هېوادونو مرستې ترلاسه كولو آپشن وكارولې شي۔ ډاكټر فرخ سلیم ووئيل په موجوده ??عاشي ستونزه كښې پاكستان د خپلو مخلص او ريښتنې ملګرو مرستې ته اړتيا لري۔ ده ??ه دې خبره زور راوړو چې د وزيراعظم عمران خان د سعودي عربستان دوره به د هېواد مفادو لپاره ډېره ګټوره وي او په دې بايد څوك ټكونه ونكړي ولې چې پاكستان خپلو ګاونډي هېوادونو سره سولييزې اړيكې غواړي۔ او دا اړيكې بايد د برابرۍ په كچه وي۔ ده ??وئيل د پاكستان تحريك انصاف حكومت آئي اېم اېف ته تلو څخه د ډډې كولو ټولې ممكنه هڅې كوي او دې ته د تلو په ځائې سعودي عربستان ٬ چين او نورو خليجي هېوادونو پلو روان دے دغسې چې د غېر ملكي زرمبادله پنګې مستحكم شي۔ ده ??وئيل پاكستان په اسلامي نړۍ كښې يو خاص مقام لري او دا خبره د خوشحالۍ ده چې سعودي عربستان به د موجوده حكومت په دې دور كښې خپلو ا??يك?? ته نوره هم وده ??ركړي۔