اسلام آباد ۔ 16 دسمبر (اے پی پی) د آر??ي پبلك سكول پیښور 4 كالو په بشپړ كېدو ګرد هېواد كښې د دعا دستورې وكړې شوې۔ په دې لړ كښې مركزي دستوره اے پي اېس پېښور كښې وشوه ۔ د دستورې پېل شهيدانو لپاره خاص دعا څخ?? وكړې شو۔ له دې پرته قومي سرود وغږولې شو۔ د پاك پوځ ډلې سلامي وړاندې كړه۔ قرآن خواني وشوه۔ د خېبر پختونخوا ګورنر شاه فرمان د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو او فاتحه ئې ولوستله۔ وروستو دې د شهيدانو دكورنيو كسانو سره او ځائي وګړو سره د هغوي په قرآن خوانۍ كښې شامل شو۔ ددې ورځې مناسبت سره د اولس مشر ډاكټر عارف علوي ٬ وزيراعظم عمران خان ?? د ??وځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه ٬ خارجه وزير او ?? داخله چارو دوهم وزير وزير په شمول د مهمو شخصياتو پېغامونه نشراو ??ائع كړې شول۔ په 16 دسمبر كال 2014ء 6 ترهګرو په آر??ي پبلك سكول بريد كولو سره د 132 كوچنيانو په شمول 149 كسان شهيد كړې وو۔ ددې پېښې څلور كلونو په بشپړه كېدو د شهيدانو په ياد كښې د دعا دستورې وكړې شوې۔ دې شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو له د كراچۍ وګړو د لاس ليك م??م پېل كړې په كوم كښې چې د چیف جسټس آف پاکستان جسټس میاں ثاقب نثار په شمول د مهمو شخصياتو لاس ليكونه او ??اثرات اخستې شوي دي۔