انقره 04 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د جمعې پھ ورځ په انقره كښې د جديد تركيې باني غازي مصطفٰی كمال اتاترك په مزار حاضري وكړه او په مزار يې ګلدسته كېښودله۔وزيراعظم په دې موقع په ګولډن بك كښې خبل تاثرات هم وليكل۔وزيراعظم په خپلو تاثراتو كښې وليكل چې د 20مې پیړۍ عظيم مدبر او په دوراندېش مشرانو كښې شامل د غازي مصطفٰی كمال اتا ترك په مزار حاضري او هغه ته پېرزوينې وړاندې كول ده لپار?? د ??عزاز خبره ده۔وزيراعظم په خپلو تاثراتو كښې وليكل چې غازي مصطفٰی كمال اتا ترك په سختو حالاتو كښې د ترك قوم مشري كړې۔د?? د ??رك قوم بلكې په حقيقت كښې د نړۍ تاريخ بدل كړې۔هغه په ټوله نړۍ كښې د استعمار په ضد مقاؤمت كونك?? لپاره د لارې مشال جوړ شوې۔هغ?? د ??رآت٬عزم٬استقلال٬صبر او تحمل او د دانش روحانه ميناره وه۔وزيراعظم ووئيل چې بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح غازي مصطفٰی كمال اتا ترك په عظيمو شخصياتو كښې ګرځولې۔وزيراعظم د پاكستاني حكومت او اولس لخوا غازي مصطفٰی كمال اتا ترك لپار?? د ??قيدت او احترام څرګندونه وكړه او وې وئېل چې د ترك قوم آزادۍ او اتحاد لپاره ب?? د ??ازي مصطفٰی كمال اتا ترك هڅې او مشري د تاريخ په پاڼو كښې تل په زرينو ټكو ليكلې شي