اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) د سرمايه ك??رۍ بورډ چيئرمېن هارون شريف وئېلي دي د سعودي ولي عهد شهزاده بن سلمان دوره٬تاريخي او د لويې غېر ملكي سرمايه ك??رۍ زېرې دے ٬د دورې په نتيجه كښې د توان پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې تر 15 اربه ډالرو د سرمايه ك??رۍ امكان دے ۔اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل د دې دورې پھ مهال به د پاكستان او د سعودي حكومتونو ترمينځه څلور لوظ نامې لاس ليك كولې شي چې پكښې د ګوادر په ساحلي ښار كښې د تېلو ريفائنري جوړولو لپاره لس اربه ډالره٬په بلوچستان كښې د متبادل توان او د معدنياتو په اړه د پرمختګ پروژو لپاره د څلور اربه ډالرو لوظ نامې شاملې دي۔ده ووئيل په دې دوره كښې په مؤخره ادائيګۍ د تېلو درآمد په اړه د درې اربه ډالرو لوظ نامې توقع هم شته چې ورسره به په ك??نټ اكاؤنټ فشار كم شي او د هېواد په معيشت كښې به مثبت پرمختګ اوشي۔ده ووئيل د سعودي ولي عهد سره به 40 كاروباري او سرمايه ك??ره ډلې د پاكستان دوره كوي۔ده ووئيل هېواد ته بهرنۍ سرمايه ك??ري راوړل او د مينځني ختيز پشمول نورو منطقو سره سيمه ايز تجارت ته وده وركول د وزيراعظم ??مران خان په ??رج??حاتو كښې شامل دي۔ده ووئيل د سعودي او پاكستان نجي څانګه به هم په ايګرو صنعت٬انفارمېشن ټېكنالوجي او نورو څانګو كښې د سرمايه ك??رۍ ودې لپاره راوړاندې كولې شي