اسلام آباد ۔ 16 فروری (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي د المان كاميابې دورې نه وروستو هېواد ته راورسېد۔ خارجه وزير د خپلې دورې په مهال ميونخ كښې په شوي ګلوبل سېكورټي كنفرنس كښې ګډون وكړو۔ ??ه په نړيوال سېكورټي كنفرنس كښې افغانستان سره اړوندې خصوصي ناسته كښې د پاكستان نمائندګي كولو سره ميونخ كښې امريكائي سناتورانو ا?? د كانګرېس غړو سره ملاقات وكړو ا?? د پاك امريكا اړيكو ا?? د افغانستان په شمول په مهمو سيمه ايزو ا?? نړيوالو چارو ئې د پاكستان بشپړه دريځ وړاندې كړو۔ ??ارجه وزير د خپلې دورې په مهال د المان ٬ كاناډا او ازبكستان خارجه وزيرانو ا?? د افغانستان اولس مشر سره ملاقاتونه هم وكړل او دوئي سره ئې د دوه اړخيزه اړيكو په شمول په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ خارجه وزير الماني او نړيوالې م??ډيا سره هم خبرې وكړې كومو كښې چې ده د ګلوبل سېكورټي كنفرنس په اړه د خپلو خيالاتو څرګندونه كولو سره سره د هند او هندي وزيراعظم د بې بنسټه تورونو بشپړه ځواب وركړو۔ هيله ده چې د خارجه وزير د المان دا دوره به او ددې په مهال شوي مهم ملاقاتونه به ??اك امريكا اړيكو ا?? سيمه كښې امن او استحكام لپاره ګټور ثابت شي