اسلام آباد ۔ 22 فروری (اے پی پی) داخله چارو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ پ??وامه بريد څخه وروستو د هند لخوا په پاكستان د بې بنسټه تورونو په لګولو د غصې څرګندونه كولو سره د غندنې قرارداد منظور كولو سره وئيلي دي ټاكنو څخه وړاندې چاؤدنې او په پوله د تاؤ تريخوالي صورتحال رامخې ته كول ټاكنو ګټلو له جوړه كړې شوې منصوبه ده۔ هندي اولس بايد حقائق او د مودي اصلي څېرې څخه ځان خبر كړي۔ په دې خبره دې ځان پوهه كړې شي چې ??اكستان هم اتومي وسله لرونكې هېواد دې۔ د كمېټۍ غونډه د جمعې په ورځ د كمېټۍ چيئرمېن سن??تو?? رحمن ملك په مشرۍ كښې پا??لېمنټ هاؤس كښې وشوه۔ د قائمه كمېټۍ غونډه كښې د مقبوضه كشمير پلوامه سيمه كښې په شوې چاؤدنه د هند لخوا په پاكستان د لګولې شويو بې بنسټه تورنو ٬ د سن??تو?? محسن عزيز رئیل اسټېټ رېګولېشن اېنډ ډوېلپمنټ بل2017ء، د سن??تو?? مياں محمد عتيق شېخ لخوا په فېصل آباد ډرائی پورټ د غلا شوي موبائل فونز معاملې ٬ د سي ډي اے چیئرمېن ټاكلو له د حكومت د تږلارې او پا??لیمنټ هاؤس كښې د سی ډی اے ملازمینو ته د اعزازيې نه وركولو معاملې بشپړه جاج واخستې شو۔ غونډه كښې پلوامه بريد څخه وروستو د هند لخوا په پاكستان د بې بنسټه تورونو په لګولو د غصې څرګندونې سره ددې تورنو د غندنې قرارداد منظور كړې شو۔ د كمېټۍ چيئرمېن سن??تو?? رحمن ملك وو??يل د هند دا عادت جوړ شوې چې د ټاكنو څخه 4 څخه 7مياشتې وړاندې د بمي چاؤدنو ٬ په پوله د تاؤ تريخوالي وضعې په ډول ډرامخې جوړولو سره د ټاكنو ګټلو منصوبه جوړوي۔ ده وو??يل د جېش محمد په شمول كوم بل لوئې تنظيم ددغې بريد ذمه واري قبوله كړې نه ده او نه پاكستان په دغه چاؤدنه كښې كوم كردار لري۔ كه هند د دغې پېښې په اړه كوم ثبوت لري نو هغه دې پاكستان ته وركړي پاكستان به په خپله پلټنې كولو سره نړۍ ته وړاندې كړي۔ سن??تو?? مياں محمد عتيق شېخ وو??يل هند سره د اېف ټي اے ترسېوري لاندې تجارتي لوظنامې شوې دي حكومت دې ددغې ترمخه اېكشن واخلي۔ سن??تو?? محمد جاوېد عباسي وو??يل د پاكستان يو پخواني سفير د هند ټي وي ته مركه كښې د پاكستان يو شمېرو كورنيو معاملو په اړه بيانونه وركړې دي داسې تږلاره دې خپله كړې شي چې داسې كسان بېرته رابللو سره دې دوئي ته سخته سزا وركړې شي۔ په دې د كمېټۍ چيئرمېن راروانه غونډه كښې د پخواني سفير د مركې وېډيو كلپ وغوښتلو۔ قائمه كمېټۍ د پلوامه پېښې څخه وروستو د هندي وزير لخوا د پاكستان د درې دريابونو د اوبو بندولو بيان سخته غندنه وكړه۔ د كمېټۍ چيئرمېن وو??يل په سندھ طاس لوظنامه دواړو لاس ليك كړې دې۔ ددې په خلاف ورزۍ دې حكومت نړيوال بنك ته رجوع وكړي۔ هند په هېڅ شان د پاكستان اوبه بندولې نه شي۔ د كمېټۍ پ?? غونډه كښې سن??تو?? محمد جاوېد عباسی، محمد اسد علی خان جونېجو، میاں محمد عتیق شیخ، حاجی مومن خان آفریدی، کهدہ بابر، سردار محمد شفیق ترین، ډاكټر شهزاد وسیم په شمول نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو