اسلام آباد 12 مارچ (اے پي پي) د کابینې اقتصادي رابطه كمېټۍ د روژې مباركې مياشت كښې په ارزانه بيعه د خوراكي خيزونو وركړې ل??ار?? د 2 اربه روپو رمضان ريليف پېكج منظوري وركړې ده۔ کابینې ل??ار?? د اقتصادي رابطه كمېټۍ (اي سي سي) غونډه د نهې په ورځ د اسد عمر په مشرۍ كښې وشوه ۔ د خزانې وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې كمېټۍ د ټېكسټائل ډويژن ل??ار?? د 16.976 مېلیونه روپو د ضمنی ګرانټ منظوري هم وركړې شوه ۔ دغسې د اي سي سي غونډه كښې د فنانشل انكوذن اېنډ انفراسټركچر پراجېكش ل??ار?? 7415.486 مېلیونه ضمنی ګرانټ، د 562 مېلیونه روپو تکنیکي ضمنی ګرانټ او د اېس اے پی سافټ وئیر لائسنس پیمنټ ل??ار?? د 742.531 مېلیونه روپو د ګرانټ منظوري وركړې شوې ۔ كمېټۍ د اېف بي آر محاصلاتو استعداد زياتولو ل??ار?? د يو ارب روپو ضمني ګرانټ منظوري هم وركړه ۔ په غونډه كښې د پاكستان سټيل ملز حق رسېدليو ملازمانو ل??ار?? قانوني وارثانو ته د پي اېف٬ ګرېجووېټي او پے رول د بقاياجاتو وركولو ل??ار?? د ګرانت منظوري هم وركړې شوه ۔ په غونده كښې د د واټر ريسورسز سېكتر او د واپډا چيئرمېن د مومند بند ٬ ديامر بهاشا او داسو بندونو پشمول د اوبو په بېلا بېلو منصوبو جلا جلا پ??ېذنټېشن وركړو۔ د تجارت سېكتر لږه موده كښې د برآمداتو امكاناتو پحقله پرېذنټېشن وركړو۔ كمېټۍ راتلونكي كال ل??ار?? برآمدات كښې د اضافې منصوبه د 31 مارچ نه وړاندې د جوړولو امر هم وكړو