اسلام آباد 21 مارچ (اے پی پی) د ملائیشیا وزیراعظم ډاکټر مهاتیر محمد په درې ورځنۍ دو??ه پاکستان ته رارسيدلې دے ٬ په نور خان ائير بېس د هغه تود هركلې وكړې شو۔ وزیراعظم عمران خان په نورخان ایئر بیس د ملائیشیا خپل همڅنګ هركلې وكړو۔ په دې موقع خارجه وزير شاہ محمود قریشی او وفاقی وزیر مخدوم خسرو بختیار هم موجود وؤ۔ دې څخه وړاندې د ملائیشیاء وزیراعظم هوائي ميدان ته په رارسېدو ورته د 21 توپو سلامی وكړې شوه۔ د وزیراعظم عمران خان په بلنه د ملائیشیا وزیراعظم ډاکټر مهاتیر محمد د پاکستان درې ورځنۍ دو??ه كوي۔ هغه سره د اعلیٰ ??چ يو پلاوې هم دے چې پكښې ګڼ كاروباري شخصیات شامل دي۔ د ملائیشیا وزیراعظم به په 23 مارچ د پاکستان ورځې پريډ كښې خاص ميلمه وي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د ملائیشیا وزیراعظم ډاکټر مهاتیر محمد په مصروفیاتو كښې د اولس مشر سره ملاقات، د وزیراعظم عمران خان سره يو په ??و ملاقات او دې نه پس د پلاويو په كچ?? خبرې اترې شامل دي۔ دو??ړه وزيراعظمان به پاکستان كښې آټو موبائل او ټیلی مواصلات څانګو كښې سرمایه کاری كولو له د خوښۍ لرونكو کم??نیو چیف ایګزیکټو آفسرانو ګول میز خبرو اترو ته خطاب هم كوي۔ د وزیراعظم مهاتیر محمد د پاکستان دو??ې سره به د دو??ړه هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ او ملګرتيا اړيكې لا قوي شي