اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) قامي اسمبلۍ كښې ?? ټولټانكو (بدلون) آرډيننس 2019 كښې ?? نورو 120 ورځو د پراختيا كولو قرارداد په يوه خله منظور كړې شوې۔ د ګل په ورځ د پارل??ان?? چارو وزير اعظم سواتي ياد شوې قرارداد ايوان ته وړاندې كړو او د قرارداد مقاصد ئې بيان كړل ٬ ده ووئېل انتخاباتو (بدلون) آرډيننس 2019 لمبر ون بابت 2019 كښې ?? اسلامي جمهوريه پاكستان دستور د ارټيكل 89 شق 2 پېرا الف د ذيلي پېرا دوئم د ټولو شرطونو له مخې د مئي وړومبئ نيټې كال 2019 څخه د لا 120 ورځو د پراختيا پرېكړه كولې شي ۔ سید نوید قمر ئې په مخالفت كښې ووئيل آرډيننس يوازې په بېړني بنيادو??و او د ضرورت له مخې وي ٬ دا د ناقص طرز حكمرانۍ مثال دے?? په څلورو مياشتو كښې پرې ولې كار اونه شو ٬ دا آرډيننس د پارل??ان?? تقاضو له مخې نه دے ۔ اعظم سواتي ووئيل دا آرډيننس د فاټا حلقه بنديو پحقله دے او په دې د كمېټۍ راپور هم راغلې ٬ اوس به دا د سېنېټ قائمه كمېټۍ ته لېږلې شي او د نكاتو به ئې په سېنېټ كښې ??اج اخستلې شي۔ دغسې سپیکر په قرارداد د ایوان ته رائې اوغوښته كوم چې په يوه خله منظور كړې شو