اسلام آباد ۔ 28 اپریل (اے پی پی)وزیراعظم عمران خان سره د چين نوموړو كاروباري شخصياتو ملاقات و??ړو او ده ته ئې پاكستان كښې په لويه كچه نجي څانګه كښې د سرمايه كارۍ كولو باور وركړو۔ د پاکستان او چینائي كم??نيو ترمينځه د مفاهمت په 14 نوې يادښتونو لاس ليك هم وكړې شو۔ وزیراعظم عمران خان د نړۍ لويې كم??نۍ هواوے چیف اېګزېکټو سره هم ملاقات و??ړو۔ د كم??نۍ مؤسس باور وركړو چې هغه پاكستان كښې د لويې سرمايه كارۍ كولو منصوبه لري۔ كم??نۍ وړاندې نه سيمه ايز سروس په ځائې كړې دې په كو كښې چې 600 نه زيات آئی ټی پروفېشنلز كار كوي۔ دغسې وزيراعظم د رېنبو اېګریټېک ګروپ، چېلنج اپارل، لی اېنډ فن کارپورېشن او د فوټون کارز چیف اېګزېکټو آفسرانو سره هم ملاقاتونه وكړل۔ وزيراعظم د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن ته هدايت و??ړو چې چينائي كم??نيو ته په ترجيحي ب??يادونو آسانۍ وركول باوري كړي۔ د وزیراعظم د تجارت او انډسټري مرستيال عبدالرزاق داؤد او د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن هارون شريف دې ملاقاتونو كښې د وزيراعظم مرسته وكړه۔