اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان امر كړې چې د روژې په مياشت كښې د خوراك څښاك څيز??نو وركړه دې نه يوازې باوري كړې شي بلكې د ضرورت ټول څيزونه دې په مقرره بېعه اولس ته ترلاسه وي٬ انتظامي چارواكي دې په فيلډ كښې خپله موجودګي باوري كړي او د منافع خورو او ذخيزه كوٶنكو په ضد دې په سمدستي توګه اېكشن واخلي ٬ د برېښنا٬ ګاز او اوبو مانيټرنګ لپاره دې په صوبائي كچه كنټرول روم جوړ كړې شي ٬ دغسې چې د فيلډ چارواكو لخوا هره ورځ د رالېږلې شوې راپور??نو جاج واخستې شي او د روژې په مياشت كښې انتظامي كنټرول لا موثره كړې شي۔ وزیراعظم دا احكامات د جمعې په ورځ په وزيراعظم آفس كښې د رمضان پېكېج كال 2019 په لړ كښې د لوړې كچې غونډې په مهال وركړي۔ په دې موقع د تجارت صلاحكار عبدالزراق داؤد، د خزانې صلاحكار ډاکټر عبدالحفیظ شېخ، د پنجاب وزیراعلیٰ سردار عثمان بزدار، د خېبر پښتو??خو?? وزیراعلیٰ محمود خان، د اطلاعات او خپر??نو خاص مرستياله ډاكتر فردوس عاشق اعوان، خاص صلاحكار یوسف بېګ مرزا، وياند ندیم افضل چن، صوبائي وزيران مخدوم هاشم جوان بخت، میاں عاصم اقبال، تېمور سلیم جھګړا، وفاقي او صوبائي سېكتران ٬ چيف سېكتران او نور لوړ پوري هم په دې موقع موجود وو۔ وزیراعظم ووئيل حكومت د اولس د ستونزو نه ښه خبر دے او حكومت هره ممكنه هڅه كوي چې اولس ته ټولې ممكنه آسانۍ وركړې شي۔ ده ووئيل د روژې په مياشت كښې د خوراك څښاك څيزونه په ټاكلې بيعه وركول باوري كولو لپاره دې انتظاميه په ضلعي ماركيټ??نو كښې فعاله كردار ٬ د وفاق او صوبائي حكومت??نو ترمېنځه رابطې او د صورتحال پرل?? پسې مانيټرنګ ډېر اهميت لري۔ وزیرِاعظم واضح امر وكړو چې د منافع خورو او د ذخيره كوٶنكو په اړه ګيلې به اونه زغملې شي او انتظاميه دې د دغه عناصرو په ضد په سمدستي توګه كاروائي باوري كړي ۔ وزیرِاعظم ووئيل د روژې مياشت له مخې اړوندو وزارت??نو ته امر شوې چې د پېشمني او روژه ماتي په وخت??نو كښې د برېښنا ٬ ګاز او اوبو ترلاسه وركړه باوري كړې او د امن او امان په صورتحال هم نظر وساتئ۔ په دې موقع صوبائي وزيرانو او اړوند سېكترانو وزيراعظم د روژې په مهال د خوراك څښاك څيزونه د ټاكلې بيعې له مخې وركولو ٬ د منافع خورو او ذخيره كوٶنكو حوصله شكنۍ په اړه په صوبائي كچه د پورته كړو ګام??نو نه خبر كړو۔ د پنجاب چيف سېكتر وزیراعظم ته ووئيل شول سږ كال پنجاب كښې د دريو سوو نه زيات رمضان بازارونه جوړ كړې شوي چرته چې به د خوراك څښاك لس ضروري څيزونه په سبسډي وركولې شي او د نور 12 څيزونه به د تهوك په بيعه وركولې شي٬ په لسو څيز??نو كښې اوړه٬ چيني ٬ ټماټر ٬پياز ٬ لېمبو ٬ ورېژي ٬ د چڼو دال٬ بېسن او غوړي شامل دي۔ وزیراعظم ته ووئيل شول په رمضان بازار??نو كښې به چيني په 55 روپۍ ك??و او لس ك??و اوړو به په 290 روپۍ وركولې شي او دغسې د غوړو او د ضرورت نور څيزونه په ارزانه بېعه وركولو لپاره به هر ډول ممكنه اقدامات كولې شي۔ د خېبر پښتو??خو?? چیف سېکتر د روژې په مياشت كښې د صوبائي انتظاميې لخوا د پورته كړو اقداماتو نه وزيراعظم خبر كړو۔ په دې موقع وزيراعظم امر وكړو چې رمضان بازار??نو كښې د وركړې كېدونكو څيز??نو معيار باوري كولو ته دې هم خاص پاملرنه وكړې شي