اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې حکومت کاروباري طبقے او سرمايه کارو له د منافع وړ كاروبار په لړ كښې د هر ډول ممكنه آسانيو وركولو عزم لري۔ وزيراعظم عمران دا خبرې د ګ?? په ورځ د د سعودي عرب د نوموړي سامبا فنانشل ګروپ پلاوي ??ره كړې چا چې د ګ?? په ورځ د چيئرمېن عمار الخضيري په مشرۍ كښې وزيراعظم آٓفس كښې ملاقات كړې٬ په پلاوي كښې د سامبا بانك چيئرمېن ډاکټر شجاعت او شاهد ستار شامل وو۔ په دې موقع د خزانې سلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ، د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داوَد، خاص مرستيال نديم بابر، خاص مرستيال سيد ذوالفقار بخاري هم موجود ٶ۔ د سامبا فنانشل ګروپ چيئرمېن لخوا پاكستان كښې د سامما ګروپ كاروباري هلو ځلو ته په لا پراختيا وركولو كښې د خوښۍ څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم د هېواد م??يش?? استحكام په خاص توګه د كاروباري طبقے آسانيو لپاره د پورته كړې شويو اقداماتو نه پلاوي ??بر كړو۔ د سامبا فنانشل ګروپ چيئرمېن ووئيل د پاکستان او سعودي عرب روڼه او نزدې اړيكو له د دواړو هېوادونو د اولس په ګټه كښې په قوي معاشي اړيكو كښې بدلولو ته ??ړتيا ده٬ پاکستان كښې د سرمايه کاري موقعو او د حكومت كاروبار موافق پاليسو په سوب د سعودي سرمايه كار ژوره خوښي لري ۔ د وزيرِ اعظم لخوا د سامبا فنانشل ګروپ په پاکستان كښې په سرمايه کارۍ كښې د دلچسپ?? هركلے وكړو۔