جنېوا ۔ 11 ستمبر (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي مقبوضه جموں وكشمير كښې د بشري الميې په صورتحال ان??ېښنه ښكاره كولو سره ?? روغتيا نړيوالې ادارې څخه د لكھونو په شمېر تش لاسې كشميري وګړو ژوند بچ كولو له په سمدستي توګه د ګامونو پورته كولو غوښتنه كړې ده۔ ده دا خبره جنېوا كښې ?? روان بشري حقوق كونسل غونډې په مهال ?? روغتيا نړيوالې ادارې ډائرېكټر جنرل ډاكټر ټېډروس سره ملاقات كښې وكړه۔ ملاقات كښې مقبوضه جموں وكشمير كښې د پرله پسې كرفيو دلاسه بشري ځانونو ته په پېښو خطرو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير ووئيل هند په مقبوضه جموں وكشمير كښې د اګست 5 مې نېټې څخه پرله پسې كرفيو نافذ كړې ده۔ وضعه دومره سخته ده چې خوراك او داروګان نه ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل طبي عمله اميدوارو مېرمنو ٬ كوچنيانو او مشرانو ته طبي اسانۍ وركولو كښې سختو ستونزو سره مخ ده۔ د مقبوضه جموں وكشمير د ان??ېښنې وړ صورتحال د يوې نوې ان??اني الميې رامخې ته كېدل په ګوته كوي۔ ده ووئيل ?? روغتيا نړيوالې ادارې له به د لكھونو په شمېر كشميري وګړو ژوند بچ كولو له په سمدستي توګه ګامونه پورته كول وي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ملګرو ملتونو هيومن رائټس كونسل 42 مه غونډه كښې ګډون له ?? روانې مياشتې 9 مې نېټې څخه تر 11 ستمبر د جنېوا دوره كوي