اسلام آباد 09 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې هندوستان د كرتارپور لارې ن?? دومره يرېدلې چې د نړۍ پام ګرځولو لپاره ئې د ايودهيا كېس پرېكړه اورولو لپاره نننۍ ورځ قصداَ ټاكلې٬ د ??ند حكومت ټول هېواد د تعصب اور ته غورځول غواړي۔ د ايودهيا پ?? كېس غبرګون ښودلو سره ده ووئيل چې هندوستان د كرتارپور لارې ن?? دومره يرېدلې چې د نړۍ پام ګرځولو لپاره ئې د ايودهيا كېس پرېكړه اورولو لپاره نننۍ ورځ قصداَ ټاكلې٬ د ??ند حكومت ټول هېواد د تعصب اور ته غورځول غواړي۔ ده ووئيل چې دې پرېكړې لپاره د نننۍ ورځ ټاكنه معنٰي لرونكې ده۔ د خالي په ورځ په خپل بيان كښې ده ووئيل چې مقبوضه جمو او كشمير نن هم د كرفيو تابع دے خو په مقبوضه كشمير كښې د ??ند د يو اړخيزه اقداماتو په ضد په ستره محكمه كښې دائر خواستونو ته مناسب اهميت نه شي وركولې۔ خارجه وزير ووئيل چې زما پ?? فكر د ??ند سترې محكمې د بې حسې مظاهره كړې او نن ئې يو نوې بحث پېل كړے۔ ده ووئيل چې ن?? د ??ند د سترې محكمې پرېكړه د هندوستان د تنګ نظرې څرګند ثبوت دے٬ نن د ګاندهي هندوستان دفن شوے٬ نن د مودي او آر اېس اېس هندوستان دے۔