اسلام آباد 30 جنوري (اے پي پي) احتساب لپ??ره د وزيراعظم خاص مرستيال شهزاد اکبر وئيلې دي د نيو اسلام آباد ايئرپورټ ټھيکيدار ميا منير د چوهدري شوګر ملز اكاٶنټس ته 560 مېليونه روپۍ منتقل كړې٬ كوم چې د مريم نواز ش??يف ملكيت دے٬ چوهدري شوګر ملز مني لانډرنګ لپ??ره كارولې شوې٬ شهباز ش??يف تر اوسه زما د پوښتنو ځواب نه دې راكړې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د چوهدري شوګر ملز لمېټډ د اثاثو ملكيت نزدې 6 اربه روپۍ دے٬ دا په كال 1991 كښې جوړ كړې شوې نو ھغه وخت ئې ماليت 13 لكه روپۍ ٶ۔ ده ووئېل د قرض٬ ناسمه ټي ټيز او د نېغ په نېغه كك بېكس له امله چوهدري شوګر ملز وده كړې۔ ده ووئيل اسحاق ډار د فېصل انوېسټمنټ بانك معاونت سره د چاډرن جرسي لمېټډ په نامه يوه آف??ور كمپني جوړه كړې او 396 مېليونه قرض ئې ترلاسه كړې٬ د نړيوال بانك د سټار پروګرام وېب پاڼې له مخې د چاډرن جرسي لمېټډ اصل مالك فېصل انويسټمنټ بانك نه دے بلكې نواز ش??يف دے ۔ ده ووئيل اسحاق ډار د قاضي كورنۍ په نامه جعلي فارن اكاٶنټس پرانستي او په ھغې كښې ئې 15.37 مېليونه ډالره جمع كړي كوم چې نواز ش??يف وركړې وو۔ ده ووئيل د چوهدري شوګر ملز (چيف اېګزيکټو آفسر شهباز شريف) لپ??ره د 80 مېليونه روپو قرض٬ د هجوهري مداربه (اسحاق ډار چيف اېګزيکټو آفسر) لپ??ره 35 مېليونه روپۍ قرض او حمزه بورډ ملز لمېټډ (چيف اېګزيکټو آفسر حمزه شهباز) لپ??ره 70 مېليونه قرض اخستې شوې۔ده ووئېل پاك پنجاب كارپټ نشنل بانك او مهران بانك څخه 65 مېليونه روپۍ قرض اخستې شوې او دا ئې چوهدري شوګر ملز ته منتقل كړې٬ د دې نه پس 105 مېليونه قرض بخښلې شوې٬ د قاضي كورنۍ په نامه د جعلي فارن کرنسي اکاٶنټس د لارې 15.37 مېليونه ډالره بهر هېواد ته جعلي ترسيل شوې ۔ ده ووئېل د صديقه سيد په نامه د 18 مېليونه ډالرو د جعلي ټي ټيز د لارې په كال 1998ء كښې چوهدري شوګر ملز ته لېږلې شوې۔ شهزاد اكبر ووئيل د حاني احمد جم جوم په نامه د 1.25 مېليونه ډالره د جعلي ټي ټيز د لارې چوهدري شوګر ملز لمېټډ اكاٶنټ ته منتقل كړې شوې٬ دغسې د ناصر عبداﷲ لوتھا په نامه د 4.88 مېليونه ډالره د جعلي ټي ټيز د لارې چوهدري شوګر ملز لمېټډ اكاٶنټ ته منتقل كړې شوي ۔ ده ووئېل د مخدوم عمر شهريار په نامه د 33 مېليونه ډالرو د ناسمه ټي ټي د لارې د چوهدري شوګر ملز لمېټډ اکاٶنټ ته منتقل شوې۔ ده ووئيل په كال 2010 كښې د حسن نواز ش??يف لخوا يو مېليونه ډالره د چوهدري شوګر ملز اکاٶنټ ته منتقل كړې شوي ٬ د كال 2010ء نه تر كال 2018ء د يوسف عباس ش??يف لخوا 30 مېليونه قرض چوهدري شوګر ملز ته وركړې شوې٬ د نيو اسلام آباد ايئرپورټ پراجيکټ څخه 560 مېليونه روپو د کک بېکس رقم هم وركړې شوې ۔ ده ووئيل د چوهدري شوګر ملز 45 في??ده حصص د غېر ملكي كسانو په نوم د بې نومه مالك په نامه منتقل كړې شوې ۔ ده ووئيل د اېس يا سي پي په رېكارډ كښې د جعلي بدلون څخه دا څرګندېږي چې د چوهدري شوګر ملز لمېټډ اصلي مالكان ميا نواز ش??يف او مريم نواز ش??يف دي۔ ده ووئيل دا مهال ميا نواز ش??يف په طبي بنيادونو په ضمانت دے او په لندن كښې دے٬ اسحاق ډار هم مفرور دے او په لندن كښې دے٬ حسن او حسېن نواز ش??يف هم د رابللو باوجود مفروران دي او په لندن كښې دي۔ ده ووئېل ميا شهباز ش??يف څوك چې د چوهدري شوګر ملز چيف اېګزيکټو آفسر پاتې شوې او په دې مني لانډرنګ كښې په بشپړه توګه مرستيال او شريك پاتې دے