اسلام آباد 16 اپرېل (اے پي پي) د مذهبي چاروو وفاقي وزير پیر نور ا??حق قادري د روژې مباركې او د جوماتونو په اړه د قامي لائحې پرېكړې لپاره هر مكتبه فكر علماﺀ كرامو او مشائخو سره رابطې تندې كړې دي۔ پیر نورا??حق قادري وئيلي دي علماﺀ كرامو سره د مشاورت نه پس به د روژې مباركې او د جوماتو په اړه د لائحه عمل ??رېكړه كولې شي۔ د مذهبي چارو وزارت و??اند له مخې د اپرېل په ات??سم?? نيټه په ايوان صدر كښې د كېدونكې مشاورتي غونډې په لړ كښې وفاقي وزير په عيدګاه شريف كښې د لويو خانقاه ګانو مشرانو سره ملاقاتونه كړي ۔ په دې موقع د پیر حسان په بلنه راغلو علماﺀ كرامو د دغې مشاورتي غونډې د ملاتړ اعلان كړے او د كرونا نه بچ كېدو لپاره ئې د حکومتي اقداماتو تائيد كړے۔ په دې موقع علماء کرامو ووئيل د صنعتونو او تعمیرات په لاك ډاٶن كښې د نرمۍ غوندې د جوماتو د جزوي پرانستلو دې هم اجازه وركړې شي۔ په دې موقع د هېواد د لويو خانقاه ګاهانو سجاده نشينو هم د كرونا نه بچ كېدو لپاره د حكومتي اقداماتو ملاتړ وكړو۔ د مذهبي چارو وفاقي وزير ووئيل د اتلسم اپرېل غونډه كښې د علماﺀ كرامو سره د مشاورت نه پس به د لائحه عمل ??رېكړه كولې شي۔