اسلام آباد 12 مئ?? (اے پي پي) د ځوانانو چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ??ثمان ډار وئيلي ??ي د كرونا وباء څخه په رامخې ته شوي بحران كښې د خپل هېواد د خدمت لپاره چې د کرونا ريليف ټائيګر فورس د كومې رضاكارانه جذبې څرګندونه كړې ھغه د ستائنې وړ ده۔ ده ووئيل د مطلوبه رهبر كمېټو جوړول او رضكارو لپاره اورينټيشن غونډه كولو سره د رضاكارو خدمات په كوټلې توګه كارولو لپاره د پنجاب او خېبر پښتونخوا حكومتونو ستائنه كوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ بهاولپور، ډيره غازي خان او پېنډۍ ډويژنونو کمشنرانو سره د وېډيو لنك د لارې خپلو خبرو كښې وكړه?? په دي موقع د ټولو ډويژونو ډپټې كشمنران هم موجود وو۔ په دې موقع عثمان ډار په ټولو كشمنرانو زور رواړو چې ھغوي رضاكارو ته د وظيفې سپارلو نه وړاندې د مناسبې تربيې او اورينټيشن سېشن انتظام وكړي?? په دې موقع ټولو كشمنرانو خپلو اړوندو ډويژونو كښې د ټائيګر فورس په صورتحال ??ريفنګ هم وركړو۔