اسلام آباد 19 مئی (اے پی پی) اېشين ډوېلپمنټ بنك (اے ډی بی) د کورونا وائرس وبا مخ نيوي معاونت په لړ كښې صحت او د ټولنې کمزورو طبقو ل?? د بنیادي ضروریات وركولو لپاره پاکستان له د 300 ملیونه ډالره هنګامی معاونت منظوری وركړې ده۔ د بنك نائب صدر شیکس چن د نهې په ورځ ووئيل کورونا وبا پاکستان كښې د صحت او معیشت په څانګو منفی اثرات مرتب کړي۔ ده ووئيل د دې پراجیکټ د لارې پاکستان كښې د صحت څانګې د كار استعداد كښې په سمدستي توګه اضافه ، کمزورو ميرمنو او د هغوي د كورنيو معاونت كولو سره به د پاکستان او مينځني اسياﺀ هيوادونو مرسته باوري شي۔ اېشين ډوېلپمنټ بنك د اړخه جاري بيان كښې وئيلي شوي دې پراجیکټ سره به روغتونونو كښې او په فرنت لائن كار كوونكو د صحت عملې لپاره آلات ٬ داروګان او حفاظتی سوټس وركول ممكن شي۔ دغسې د صحت کارمندانو ل?? به تربيه هم وركولې شي او لرو پرتو سيمو كښې د طبی اسانيو او ریسکیو ل??اره ب?? ګاړي اخستلې شي ۔ د بیان له مخ?? د بنك پراجیکټ ترمخه به غریبو او مستحقو ميرمنو ل?? د احساس ایمرجنسی کیش پروګرام معاونتی پیکج د لارې نغده مرسته وركولې شي