پېښور 21 جولائي (اے پي پي) پې??ور او طورخم كښې د ايسارو كنټېنرو مسئله ح?? كولو لپاره د وزيراعظم اسټيبلشمنټ لپاره خاص مرستيال محمد شهزاد ارباب د طورخم دوره كړې ده ۔ په دې موقع افغانستان لپاره د وزيراعظم خاص نمائنده محمد صادق، د تجارت وزارت ، د داخله، او خارجه وزارتونو سره سره د اېف بي آر لوړ پوري، د اېف سي آئي جي او د اېن اېل سي ډي جي هم دوي سره ملګري وو۔ په دې موقع خاص مرستيال ته د كنټېنزز په معاملو تفصيلي بريفنګ وركرے شو، پاکستان او د افغانستان اولس ترمېنځه اړ??كو او د دوه اړخيزه تجارت په لړ كښئ په پوله د انتظاماتو په اړ?? ورته ووئېل شول پې??ور كښې نزدې 3 زره برآمدي كنټېنرې اېسارې دي، د دوه اړخيز تجارت?? اړيكو بهترۍ لپاره د دې په وخت كليئرنس ضروري دے۔ په دې موقغ شهزاد ارباب ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت?? اړيكو بهتري د اوسني حكومت د وژن برخه ده دې لاره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه په تجارتي معاملو كښې رامخې ته خنډان لرې كولو لپاره به ضروري اقدامات كولے شي۔ د تفصيلي خبرو نه پس دا پرېكړه وشوه چې هره ورځ به 800 كنټېنرز کليئر كولے شي دغسې چې دا معامله زر تر زره حل كړے شي۔ ټول شراكت دارو دې خبرې سره اتفاق وكړو چې افغانستان لپاره برآمدات زياتول پكار دي او په دې لړ كښې دې تجارتي عمل بهتر كړے شي۔ د يادونې وړ ده محمد شهزاد ارباب د پاك افغآن پا??لمينټري فرېنډ شپ ګروپ د اېګزېكټو كمېټۍ له مخې د جوړ كړي ټاسك فورس مشر دے۔