اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) وزیراعظم ش??هد خاقان عباسي وئيلي دي چې پاکستان فرانس خپل يو مهم دوست هېواد ګڼي٬ فرانس سره دوه اړخيزه اړيكو او په بېلا بېلو څانګو كښې مرستې ته وده وركول غواړو۔ وزيراعظم دا خبرې د خالې په ورځ پاكستان ك??ې د فرانس موده ترسره كوٶنكې سفيرې مارټیني ډورنس سره د مخه ښې ملاقات كښې كړې۔ وزیراعظم پاكستان ك??ې د قيام په مهال د دواړو هېوادنو ترمېنځه دوه اړخيزه اړيكو ته دوه وركولو لپاره د سفيرې د خدماتو ستائنه وكړه۔ وزیراعظم په دې خبره د اطمينان څرګندونه وكړه چې پاکستان او فرانس د توان، سرمایه کارۍ او د دفاع په څانګو كښې يو بل سره مرسته كوي۔ ده ووئيل چې دا خبره د ډاډ وړ ده چې د پارلماني غړو ترمېنځه د روابطو ودې لپاره د دواړو هېوادونو په پارلمان ك??ې د پاك فرانس دوستي ګروپ جوړ دے۔موده ترسره كوٶنكې سفيرې د وزیراعظم مننه وكړه او په پاكستان ك??ې د قيام په مهال ئې د حكومت لخوا د مرستې ستائنه وكړه ۔ سفيرې ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو ودې له به ھغه خپل كردار روان ساتي۔ وزیراعظم ش??هد خاقان عباسي موده ترسره كوٶنكې سفيرې لپاره په سباٶن ك??ې د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔