اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په مشرۍ كښې د نهې په ورځ غونډه وشوه چې پكښې د خزانې وزارت لخوا قانون سازۍ لپاره د بېلا بېلو قوانينو په مسوده د پېشرفت جاج واخستې شو۔ د خزانې لنډ مهاله سېكتر غونډې ته ووئيل دا وخت د بېلا بېلو قوانينو لس بلونه په مختلف پړاٶنو كښې دي چې پكښې د كارپور??ټ ري هېبلېټ??شن بل 2017٬ د بانكس (ن??شنلائز??شن) اېكټ 1974 ك??ې بدلون٬ كركيلې له د قرض٬ كمرشل او انډسټريل پرېزز (بدلو?? بل 2017)٬ اېس بي ي ۔ بي اېس سي بدلو?? بل 2017٬ ٬ د آډيټر جنرل چارو ٬ د پاورز ٬ ټرمز او کنډیشنز آف سروس (بدلو?? بل 2017) وغېرہ شامل دي۔ ده غونډې ته ووئيل د قانون سازۍ په دې تجويزونو عملدرآمد لپاره د خزانې وزارت چارواكي د قامي او سېنېټ سېكټرېټس معاونت كوي۔ لنډ مهاله سېكتر غونډه د رولز بدلون نه هم خبر كړه دغسې چې دا د موجوده تقاضو سره برابر كړې شي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې په دې وروستيو اونيو كښې ډېر پېشرفت شوې او په دې لړ ك??ې به كار ډېر زر بشپړ شي