اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلې دي عمران خان ته يو??زې خپل مطلب په نظر راځي٬ نړيوال بانك د پاكستان د پرمختګ شرح د لس كاله نه زيات ګرځولې٬ د وړاندې نه د ټولټاكنو مطلب خېبر پښتونخوا د قامي ??سمبلۍ 5 او بلوچستان د درې چوكو نه محرومول دي۔ د جمعې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې داخله وزير ووئيل نړۍ پاكستان رامخې ته كېدونكې معيشت ګرځوي خو عمران خان دا غرق كېدونكې معيشت ګرځوي۔ داخله وزير ووئي?? پاكستان ښه كېږې او عمران خان په دې غم زړه ته اچولې٬ عمران خان بايد اوس په سياست كښې بالغ شي۔ ده ووئيل د وړاندې نه د ټولټاكنو مطلب خېبر پښتونخوا د قامي ??سمبلۍ 5 او بلوچستان د درېو چوكو نه محرومول دي٬ احسن اقبال ووئيل ټولټاكنې په نوې سرشمېره هم په ټاكلې موده كښې كېدې شي۔ داخله وزير ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ ګټلو له مونږ له يو??لي او اتحاد ته اړتيا ده