اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي قام د غېر رياستي عناصرو لخوا سختو خطرو سره مخ دے٬ ز??ونږ د اولس٬ د قانون نافذ كوونكو ا??ارو او د پوليس لخوا د ډېرو قربانو په نتيجه كښ?? د ترهګرې مخ نيوي باوري شوې٬ په حقيقت كښ?? د پاكستان تاريخ د شهيدانو په وينو ليكلې شوې٬ بايد پوليس كاميابې لپاره په خپل كورني نظام كښ?? نوې ټېكنالوجي خپله كړي٬ د هېواد سماجي او معاشي پرمختګ او ا??تحكام لپاره د قانون نافذ كوونكو ا??ارو ذمه وارې او كردار ډېر مهم دے۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ په نېشنل پوليس اكېډمې كښ?? د اسسټنټ سپرنټېنډنټ پوليس د 43 خاص تربيي پروګرام او د 19م نېشنل كمانډ كورس پاسنګ آؤټ پرېډ ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په پاسنګ آؤټ كښ?? د 3 مېرمنو افسرانو پشمول 37 اے اېس پي تربيه ترلاسه كولو سره فارغ شول۔ احسن اقبال پاس آؤټ شوو افسرانو له مباركي وركولو سره هيله څرګنده كړه چې هغه به خپل خدمات د پاكستان اولس لپاره وقف كړي۔ ده د هغوي غوره او كاميابه كېريئر لپاره دعا وكړه او وې وئيل اولس د دوي نه ډېرې هيلې لري او دا د اولس جائز غوښتنه ده چې د دوي خدمات بايد د پرمختلليو هېوادونو د پوليس ادارو غوندې وي۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل مونږ د پاكستان روښانه سباؤن او بقا باوري كولو لپاره د 60 زره خلقو د ژوند قرباني وركړې او د اربو ډالرو زيان شوے۔ ده ووئيل ترهګر په مزارونو او د اقليتونو په مذهبي ځايونو بريد كولو سره د حكومت او اولس عزم ماتول غواړي۔ احسن اقبال ووئيل مونږ ډېرې وسيلې لرو٬ ز??ونږ ځوانان د ابادې لويه برخه ده٬ ز??ونږ خلق صلاحيت لري٬ مونږ سائنسي٬ تېكنيكي او كاروباري صلاحيتونه لري۔ ده ووئېل پاكستان يو لوي ماركيټ دے خو دې هر څه لپاره د استحكام ضرورت دے۔ ده ووئيل د ترهګرې او جرائمو په ضد جنګ كښ?? د اولس كردار مهم دے۔ د پوليس او ټولنې ترمېنځه د مرستې په نتيجه كښ?? بهتري ممكنه ده۔ ده پاس آؤټ شوو افسرانو ته ووئيل هغوي د وګړو د حقونو د محافظه كېدو او د آئين له مخې سوګند اخلي چې هغوي به د قانون حكمراني باوري كوي۔