اسلام آباد 12 نومبر (اے پي پي) د پوسټل سر??سز وفاقي وزير مولانا امير زمان وئيلي دي چې وفاقي حكومت د بلوچس??ان پرمختګ لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي۔ د راډيو پاكس??ان له مخې وفاقي وزير د اتوار په ورځ په لورالائي كښې بېلا بېلو پلاوو او خبريالانو سر?? په خبرو كښې ووئيل چې د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په هداي?? به د صو??ې ټولو ضلعو ته ډېر زر ګېس وركړې شي۔ ده ووئيل چې د وفاقي حكومت په مالي مرستره په صوبه كښې د سماجي څانګې په يو شمېر پرمختيائي سكيمونو عمل روان دے چې ترسره كېدو سر?? به ئې ګټه عام وګړي ته ورسي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د پاكس??ان او چين د اقتصادي لارې پروژې په نتيجه كښې به د صوبې د اولس تقدير بدل شي۔