اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) د اېنټي ناركوټكس فورس?? اے اې?? اېف﴾ تر سيوري لاندې د نهې په ورځ په اسلام آباد كښې د نشه اي توكو د سوځولو دستوره وشوه چې پكښې د نشه اي توكو د مخ نيوي وفاقي و??ير لېفټېننټ جنرال ﴿ر﴾ صلاح الدين ترمذي د خا?? مېلمه په توګه ګډون وكړو۔ دستورې ته په خپله وېنا كښې وفاقي و??ير ووئيل چې پاكستان يو شمېر خطراتو سره مخ دے۔ د نشه اي توكو ناسور زمونږ ټولنه په سختې سره اغ??زمنه كوي٬ د دې په سختې سره مقابله كول ضروري دي۔ ده ووئيل چې اے اې?? اېف د نشه اي توكو د قاچاق مخ نيوي لپاره په قومي او نړيواله كچه هڅې كوي٬ وفاقي و??ير په دې لړ كښې د اے اې?? اېف كردار او هڅې وستائيلې۔ وفاقي و??ير په دې لړ كښې اے اې?? اېف ته د بشپړه مرستې باور وركړو۔ دستورې ته نورو يو شمېر شخصياتو هم وېنا وكړه۔ په دې موقع د اے اې?? اېف ډي جي مېجر جنرال مسرت نواز ملك د خپلې وېنا په مهال د اے اې?? اېف په كاركردګې رڼا واچوله