اسلام آباد 15 جنوری (اے پی پی) په پاكستان كښې ?? چين سفير ياؤ جنګ وئېلي دي چين پاكستان په معاشي توګه قوي ليدل غواړي٬سي پیك به پاكستان او چين لپاره ګټوره پروژه ثابته شي٬دا پروژه به نه يوازې پاكستان د پرمختګ په لاره روان كړي بلكې د منطقې پھ پرمختګ كښې به هم م??م كردار ترسره كړي بايد پاكستان سي پیك د خپلې قامي ??تر??تېژۍ برخه جوړه كړي۔ده دا خبرې د سي پېك پروژې په اړه يو سېمينار ته د خاص مېلمه په توګه د وېنا كولو پھ مهال وكړې۔د سيمينار د اسلام آباد چېمبر او د اسلام آباد انسټي ټيوټ آف كنفلېكټ ريزولېشن په شريكه كړی۔?? چين سفير وو??يل د سي پیك پروژه به د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې لا قوي كړي۔ده وو??يل چين پاكستا تر ټولو ښه او د باور ملګرې ګني او پاكستان په معاشي توګه قوي ليدل غواړي ځكه چې قوي پاكستان ?? چين او منطقې په ګټه دے۔ده وو??يل د اقتصادي لارې پھ شپږو پروژو كښې پھ سي پیك تر ټولو زيات په تندۍ سره كار روان دے۔ده وو??يل چين باور لري چ?? سي پېك به پاكستان كښې د صنعت ودې٬د روزګار نوو موقعو پیدا كولو او د سيمه ايزو روابطو بهترۍ له مرسته كونكې پروژه وګرځي۔دستورې ته د اسلام آباد چېمبر صدر شېخ عامر وحيد او د آرمي ويلفيئر ټرسټ چيف ايګزېكټيو رضا محمد هم وېنا وكړه